کابل ( پژواک، ١٣ ورى ٩٣ ) : د ناټو او ايساف د بهرنيو چارو وزيرانو په افغانستان کې د ازادو ، خپلواکو او رڼو ټاکنو د ترسره کېدو غوښتنه وکړه.
دغه غوښتنه نن د وري په ١٣مه، د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو او ايساف د بهرنيو چارو وزارت د دوه ورځنۍ غونډې په وروستۍ ورځ کې وشوه.
د ناټو سازمان سرمنشي انډرس فوغ راسموسن دې غوڼدې ته وويل ، چې درې ورځې وروسته افغانان د ولايتي شوراګانو او ولسمشرۍ په ټاکنو کې برخه اخلي او خپلې رايې کاروي.
هغه زياته کړه، چې دا د افغانانو لپاره تاريخي ټاکنې دي، چې په ترڅ کې به يې د لومړي ځل لپاره په سوله ييزه توګه د واک دلېږد پروسه ترسره شي.
د نوموړي په وينا، افغان ملي ځواکونه وياړي ، چې ددې تاريخي ټاکنو امنيت په خپله ساتي او ددې ټولې پروسې امنيت يې په ښه توګه ترسره کړى دى.
د ناټو سرمنشي غوښتنه وکړه، چې دغه ټاکنې بايد، خپلواکې، رڼې او په عادلانه توګه ترسره شي ، څو پايلې يې بايد ټولو خواوو ته د منلو وړ وي.
د هغه په وينا، په ټاکنو کې د درغليو او سرغړونو تورونه بايد د سمو قانوني ادارو له خوا وڅېړل شي .
راسموسن وويل ، چې دغه غوښتنه د افغانانو او نړيوالې ټولنې ده، چې افغان حکومت يې بايد ترسره کړي.