کندهار (پژواک، ١٤ ورى ٩٣): په کندهار کې د ولسمشرۍ او ولايتي شورا د کانديدانو ټاکنيزو سياليو ته په کتو به په ټاکنو کې هم د خلکو ګډون ډېر وي.
د کندهار ولايت ګڼ شمېر اوسېدونکي وايي، چې تېر ته په کتو اوس د ټاکنو په ارزښت پوه شوي او د يوه غوره بدلون په تمه دي، نو ځکه يې د کانديدانو په کمپاينونو او غونډونو کې برخه اخيستې ، تر څو د هغوى له کړنلارو خبر شي او د خپل راتلونکي په موخه غوره نوماند انتخاب او هغه ته رايه ورکړي.
د کندهار ښار د پنځمې ناحيې اوسېدونکى عبدالرحمن وايي، چې د کانديدانو په هره غونډه کې به د کندهار ښار او ولسواليو زرګونو کسانو برخه اخيسته.
هغه پژواک اژانس ته وويل، په خپله هم د ډېرو کانديدانو غونډو ته ورغلى او په دې توګه يې ځان د هغوى له طرحو او پلانونو خبر کړى او د ټاکنو په ورځ به د خپلې خوښې نوماند ته رايه ورکوي.
د ارغنداب ولسوالۍ د بابا صاحب سيمې اوسېدونکى عبدالواسع هم وايي، چې په ځانګړې توګه يې د ولسمشرۍ د کانديدانو هرې غونډې ته ځان رساوه او په خپله خوښه يې په کې برخه اخيسته.
هغه زياته کړه، د ولسمشرۍ د تېرو دوو پړاوونو په کمپاينونو کې هومره خلکو ګډون نه کاوه، لکه دا ځل چې د خلکو ګډون ډېر پراخ و.
د ده په خبره، په تېرو کلونو کې له يوې خوا ډېر خلک د ټاکنو او خپلې رايې په ارزښت نه پوهېدل او له بلې خوا ناامني هم وه، خو اوس چې حالات نسبتاً ښه شوي، نو د خلکو دلچسپي هم زياته شوې او په ټاکنو کې به په پراخه کچه ګډون وکړي.
هغه زياته کړه، د زرګونو او لکونو هېوادوالو په څېر دى هم د يوه ښه بدلون په تمه دى، ځکه هر څوک اوس له ستونزو او اوسني امنيتي وضعيت څخه کړېږي او غوره راتلونکې غواړي.
د کانديدانو په ټاکنيزو سياليو کې د نارينه وو تر څنګ د ښځو ګډون هم پراخ وو او په ګڼو غونډو کې يې برخه اخيسته.
د نوريې په نوم يوې مېرمنې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ښځې هم د نارينه وو په څېر د خپل زعيم د انتخاب حق لري او پر همدې بنسټ يې د کانديدانو په کمپايني غونډو کې برخه اخيستې ده.
دا وايي، دا خبره سمه ده چې ګڼ شمېر مېرمنې د دوديزو مسايلو له مخې له کور څخه د وتلو اجازه نه لري، خو هغه مېرمنې چې دغه واک يې درلود، د نوماندانو په غونډو کې يې برخه اخيستې او د ټاکنو په ورځ به خپله رايه هم کاروي.
هغې پژواک ته وويل چې ، که د ټاکنو له تېرو دوو دورو سره يې پرتله کوي، نو دا ځل په کمپاينونو کې د مېرمنو ونډه په مراتبو زياته وه، چې د هېواد دراتلونکي لپاره يو ښه زېرى کېداى شي.
په کندهار کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مسوولين هم وايي، چې دغه ځل به نه يواځې دا چې ټاکنې له امنيتي پلوه تر ډېره خوندي وي، بلکې د خلکو ګډون به هم ډېر پراخ وي.
د کندهار د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر انجنير عبدالهادي داوري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يوازې له ټاکنو څخه د څار په موخه يې ١٠ زره ښځينه او نارينه ناظرينو ته کارتونه وېشلي، تر څو ټاکنې په شفاف ډول ترسره شي.
د نوموړي په وينا، د ټول کندهار ولايت په کچه به د رايې ورکولو ٢٣٣ مرکزونه پرانيستي وي، خو ١١ نور به په خاکرېز، ميوند، ميانشين او شاوليکوټ ولسواليو کې د ځينو امنيتي او نورو ستونزو له امله تړلي وي.
هغه دا هم وويل چې ټاکنو ته چمتووالى يې په بشپړېدو دى او د کندهار شپږو ولسواليو غورک، ښوراوک، رېګستان، نېش، ميانشين او معروف ولسواليو ته د هوا له لارې د اړتيا وړ ټول تخنيکي وسايل او توکي رسېدلي او پاتې نورو ولسواليو ته د ځمکې له لارې د توکو لېږل پيل شوي دي.
د کندهار د امنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي هم وايي، چې د ټاکنو د ښه تر سره کېدو په موخه يې په ښار او ولسواليو کې کلک امنيتي تدابير نيولي او ډاډ يې ورکړ چې کومه ستونزه به نه وي.
د کندهار د والي هم په يوه خپاره شوي پيغام کې د دغه ولايت له ټولو نارينه او ښځينه وو غوښتي چې په ټاکنو کې په پراخه توګه ګډون وکړي او د هېواد د غوره راتلونکي په موخه د خلې خوښې نوماند ته رايه ورکړي.
ټاکل شوې ده چې د وري په ١٦مه، په ټول هېواد کې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې تر سره شي.