Language

د ننګرهار په چپرهار کې د رايو ١٧ مرکزونه بند پاتې دي

جلال اباد (پژواک ١٦ ورى ٩٣): د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې له ٢٣ مرکزونو يواځې ٦ پرانيستل شوي دي.

په دغه ولايت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر ډاکټر اختر محمد اجمل د وري په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د چپرهار  ولسوالۍ لپاره ٢٣ مرکزونه په پام کې نيول شوي وو.

خو هغه زياته کړه، چې د دې ولسوالۍ ډېرى مرکزونو ته صندوقونه او نور اړوند ټاکنيز توکي پر وخت ونه رسېدل، چې له امله يې له دغو مرکزونو يواځې ٦ پرانيستل شوي دي.

خو د دې ولسوالۍ يوه قومي ملک اسد پژواک اژانس ته وويل، چې په ټوله ولسوالۍ کې يواځې يو مرکز پرانيستل شوى دى.

هغه زياته کړه،  چې دغه مرکز په دولتزيو کلي کې دى او د سيمې زورواکي د ولسمشرۍ د يوه ځانګړي کانديد لپاره صندوقونه ډکوي، خو هغه د کانديد نوم په ډاګه نه کړ.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.