مزارشريف ( پژواک، ٢١ ورى ٩٣ ) : د بلخ ولايت د مزارشريف ښار اوسېدونکې ۱۷ کلنه شهره وايي، چې له لوړو زده کړو وروسته به د افغان مېرمنو د ژوند مثبت بدلون په موخه هڅې د دې د ژوند په کاري لومړيتوبونو کې وي.
شهره د ۱۳۹۲لمريز د کانکور په ازموينه کې د ۳۵۲ نومرو په ګټلو لومړى مقام خپل کړی او د کابل پوهنتون معالجوي طب ته بريالۍ شوې ده.
نوموړې د وري په ۲۱مه، په خپل کور کې له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې په څلورم ټولګي کې په دنيات مضمون کې مشروط شوه، له همغه وروسته يې د ژوند تعليمي اړخ بدلون وموند، د کورنۍ له خوا زده کړو ته وهڅول شوه، وخت يې ضايع نه کړ او تر دې بريده ورسېده.
شهره په ډېره اسانه د مرکې لپاره چمتو شوه، تور حجاب يې اغوستى و، په زړورتوب يې خبرې پيل کړې او په ۱۷ کلنۍ يې د خپل ژوند د راتلونکي د سترو پلانونو په اړه خپل هوډ له پژواک سره شريک کړ.
نوموړې زياته کړه: ((ما کله هم د درجې لپاره درس نه دی ويلی، اوس چې د کانکور په ازموينه کې اول نومره شوم، خوشحاله يم؛ خو زما موخه په طب کې د دوکتورا تر کچې لوړې زده کړې دي، په افغانستان کې د ستر روغتون جوړول دي او د افغان مېرمنو په ژوند کې د مثبت بدلون راوستل زما هيله ده.))
شهره، د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د تجربوي لېسې زده کوونکې وه، په ۶کلنۍ کې يې زده کړې پيل کړې او له اووم ټولګي څخه تر دوولسم ټولګې پورې د خپل ښوونځي اول نومره پاتې شوې ده.
نوموړې زياته کړه، چې د نورو اړخونو تر څنګ د دې د برياليتوب ستر راز په دې کې دی، چې د درجې او لوړو نومرو ګټلو لپاره يې نه، بلکې د پوهې تر لاسه کولو لپاره يې درس ويلی.
د هغې په وينا ، د خپلو هڅو تر څنګ يې د کور دننه او د کور دباندې چاپيريال له دې سره د درس د ارزښت په مانا پوهېدو کې خورا مرسته کړې ده.
شهرې وويل، چې مور او پلار (عبدالواحد قادري او پشتنه قادري) يې لوړې زده کړې، کړي او دواړه په بلخ پوهنتون کې استادان دي. پنځه خويندې او درې وروڼه لري، چې پرته له واړه ورور يې نورو ټولو لوړې زده کړې کړي او دا د خپلې کورنۍ څلورم اولاد ده.
د نوموړې پلار او د بلخ پوهنتون د تعليم او تربيې پوهنځي استاد عبدالواحد قادري د يو استاد په توګه د شهرې د برياليتوب راز د هغې په منظم کاري پلان درلودو او همدراز د زياتو هڅو پايله وګڼله.
نوموړي پژواک ته وويل ، چې د يو پلار په توګه يې هېڅ وخت خپله لور په داسې کړنو نه ده لېدلې، چې هغه دې د دې د تعليمي راتلونکي پورې تړاو ونه لري.
شهره هم وايي، چې په څلورويشت ساعتونو کې پرته له ۶ ساعته خوب کولو، ټول وخت يې په درس ويلو او له نورو زده کوونکو سره په تدريس کې تېر کړی دی.
نوموړې زياته کړه، چې له څلورم ټولګي څخه يې د تعليم ارزښت درک کړی او دا يې پتيېلې وه، چې پرته له زده کړو د ژوند بدلون لپاره بله لاره نه لري.
خو په کور کې يې د ټولې کورنۍ د ملاتړ تر څنګ د پلار له هڅونې او دوستانه د مهرباني زياته يادونه وکړه، چې له دې سره يې خورا مرسته کړې ده.
شهرې وويل: ((اوس مې هم ياد دي، چې د څلورم ټولګي په څلورنيمو مياشتنيو ازموينه کې په دنيات مضمون کې مشروطه شوم، پلار مې راته غوسه ونه کړه، اسلامي کتابونه او د اسلامي زده کړو سي ډي ګانې يې راته راوړې او دا باور يې راته پيدا کړ، چې زه درس ويلی شم، همدا وه، چې په کلنۍ ازموينه کې درېيم نومره شوم.))
نوموړې زياته کړه، چې کور يې د بلخ پوهنتون په احاطه کې دی، چې له دې اړخه هم د چاپيريال له لحاظه له زده کړو سره نږدې پاتې شوې ده.
شهرې نه يواځې خپل تعليمي اړخ ته خورا پام کړی، بلکې په کورنيو کارونو کې يې د کور له نورو غړو سره مرسته کړې ده.
د شهرې مور او بلخ پوهنتون استادې پشتنې قادري پژواک ته وويل، هېڅکله يې هم شهرې ته نه دي ويلي، چې ولې درس نه وايي.
نوموړې زياته کړه، نه يواځې، چې په وخت يې درس وايه، بلکې د کور په کارونو کې يې هم د کور د مېرمن په څېر په ټولو برخو کې په سمه توګه خپله ونډه اخيستې ده .
شهرې په ټولو نجونو غږ وکړ، چې له شته امکاناتو کار واخلي او د زده کړو لمن پرې نږدي.
نوموړې زياته کړه، چې که يوه نجلۍ د افغانستان له اوسنيو شرايطو او په ځانګړې توګه له ښاري شرايطو ګټه پورته کړي، نو لرې نه ده، چې په هېواد کې د نجونو د زده کړو په برخه کې خورا مثبت بدلون راشي.
د هغې په وينا، دا ځورېږي، چې لا يې هم په وطن کې د نجونو د زده کړو په برخه کې خورا ستونزې پرتې دي؛ خو د دغو ستونزو د حل څرکونه هم شته، چې بايد ګټه ترې پورته شي.