غزني ښار (پژواک ۲۳ وری ۹۳): په غزني ولايت کې د سلام تري جي انټرنېټ او مخابراتي شبکه د وري په ۲۳مه فعاله شوه.
د دې شبکې د پرانيستې په مراسمو کې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت مالي مرستيال وهاب الدين سادات، د افغان ټيليکام مسوول، د غزني دولتي چارواکو او يو شمېر نورو کسانو برخه اخيستې وه.
د مخابراتو وزارت مرستيال وهاب الدين وويل، سلام يوه افغاني شبکه ده، چې په خپله د وزارت له خواجوړه شوې او بېلابېلې ځانګړتياوې لري.
هغه زياته کړه، چې پر دې شبکې نږدې ۶۵ ميليونه ډالره پانګونه شوې ده.
ده وويل، چې د دې شبکې تر ټولو لوی ښه والی د انټرنېټ په برخه کې دى، چې د نورو شبکو په پرتله يې لګښت څو چنده کم دی او خلک ترې په اسانۍ ګټه اخيستلی شي.
وهاب الدين وايي، چې نن د غزني ښار په ګډون د دغه ولايت په څلورو ولسواليو، ګيلان، ګيرو، مقر او خواجه عمري کې هم دا شبکه فعاله شوه.
د هغه په وينا، د دې ولسوالۍ اوسېدونکي اوس کولای شي چې له سلام مخابراتي شبکې څخه ګټه پورته کړي.
د مخابراتو وزارت مرستيال وويل، چې په شپږو نورو ولسواليو کې هم کار روان دى، څو هلته هم دا شبکه فعاله شي.
د يادونې ده، له دې مخکې دغه شبکه په ګڼ شمېر نورو ولايتونو کې هم فعاله شوې وه.