محمودراقي(پژواک،٣٠ورى٩٣) د هېواد له ١٦پوهنتونونو سره د بيات بنياد له خوا د ۲۷۰۰۰ علمي، هنري او اکاډميکو کتابونو مرسته وشوه.
د وري په ٣٠مه د کاپيسا په البيروني پوهنتون کې په دې اړه په جوړه شوې غونډه کې د بيات بنياد يوتن مسوول احسان الله ارينزي وويل، هيله لري، چې دغه علمي اثار به د محصلينو د علمي کچې په لوړېدو کې ډېره مرسته وکړي.
هغه وويل: (( دغه کتابونه د کابل پوهنتون ، د کابل د ښووني او روزنې پوهنتون، د بلخ، هرات، کندهار، خوست، پکتيا، ننګرهار، کابل حربي پوهنتون، پروان، کاپيسا(البيروني)، بغلان، کندوز او بدخشان پوهنتونونو ته ورکړل شول، چې په مجموعي ډول يې شمېر ۲۷۰۰۰ ته رسيږي.))
ارينزى وايي، بيات بنياد له ډېرو کلونو راهيسې د هېوادوالو د ژوند په بېلابيلو برخو کې مرسته کوي او دا ځل يې وغوښتل، چې د محصلينو د کتابونو د ستونزې د هوارۍ لپاره ګامونه پورته کړي.
بلخوا د البيروني پوهنتون رييس پوهنوال ډاکټر فريد برنايار له دغو مرستو څخه خوښي وښوده او د دغه بنياد کارونه يې وستايل.
هغه وويل، چې له مرسته شوو کتابونو به سمه ګټه واخلي .
همدارنګه د البيروني پوهنتون محصلينو په دغې مرسته خوښي وښوده او ويې ويل، چې په دې کتابونو کې زياتره معاصر کتابونو دي، چې دوى ورته سخته اړتيا لرله.