Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندوز کې سلګونه باغونه جوړ شوي

کندوز (پژواک ٤ غويى ٩٣): د کندوز د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي په دغه ولايت کې له ٥٠٠ ډېرو باغونو کې د زرګونو مېوه لرونکو او بې مېوو ونو د اېښودو خبر ورکوي.

دا بڼونه د کندوز په مرکز او علي اباد، خان اباد، چهاردرې، کلا ذال، امام صاحب او دشت ارچي ولسواليو کې د کرنې وزارت د بڼوالۍ د ملي ادارې (NHLP) له خوا په ٥٠٧ جريبه ځمکه کې، چې پر هر جريب کې يو بڼ په نظر کې نيول شوى، اېښودل شوي دي.

د کندوز د کرنې رياست د کرنيزو چارو امر عبدالبصير فقيري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه بڼونه د کرنې ادارې په ٣٠ سلنه ونډې سره بڼوالو ته جوړ شوي، چې د روان کال په لومړيو کې په کې له ٥٨٠ زيات مېوه لرونکي او بې مېوې نيالګي کېنول شوي دي.

فقيري زياته کړه، چې په دغو باغونو کې يې د بادامو، زردالو، مڼو، الو، شفتالو، انګورو، ناکو، املوکو ونې کېنولې، چې تر څو راتلونکو کلونو به په حاصل راشي.

د کندوز د کرنې رياست د کرنيزو چارو امر وړاندې وويل، ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې د کرنې اداره دغو بڼوالو ته د بڼوالۍ وسايل لکه د ښاخونو پرې کولو زينې، مېوه چين، د درمل پاشلو پمپونه، د ښاخ پرې کولو بياطي ګانې، د سبزيجاتو تخمونه او نور ووېشي.

بلخوا د مرکز او ولسواليو بڼوال د کرنې له ادارې غواړي، چې نباتي درمل په وخت او وړيا ډول د دوى په واک کې ورکړي.

د امام صاحب يو بڼوال شريف الله وايي: ((سږ کال مې خپل لس بڼوڼه، چې پر يو جريب ځمکه تر ٦٠٠ زياتې مېوه لرونکې ونې اېښې دي.))

دغه بڼوال وويل، چې په بڼ کې يې د زردالو، شفتالو، زردالو، بهي، بادامو او املوکو ونې اېښې او تل يې ساتنې او خړوب ته پام کوي.

نوموړى د کرنې له ادارې غواړي، څو دغو بڼوالو ته د زيانمنېدو او يا هم نباتي ناروغيو لکه شکرک د پيدا کېدو پر مهال د طبيعي افتونو ضد درمل پر وخت زيانمنو بڼوالو ته ورسوي.

خو د کندوز د کرنې رياست چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې نباتي ناروغۍ د تېر کال په پرتله ډېرې کمې دي.

ياد چارواکي وايي، پوره درمل ورسره شته او د اړتيا پر مهال به يې بڼوالو ته ورکړي.

د کرنې او مالدارۍ رياست د شمېرو له مخې، په وروستيو څو کلونو کې د کندوز ولايت په مرکز او ځينو ولسواليو کې نږدې زر د مېوه لرونکو او بې مېوې ونو بڼونه اېښودل شوي، چې هر کال ترې د حاصل پر مهال بڼوال ترې خپل کرنيز محصولات د ښار په مرکز کې پلوري.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.