Language

کندهار(پژواک،٥غويى٩٣):د کندهار ولايت چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې يې هغه ٣ وسله وال ونيول، چې  ترهګريزو پېښو او  هدفي وژنو کې يې لاس درلود.

د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتو له دفتره پژواک ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ياد کسان ددغه ولايت د ملي امنيت د منسوبينو له لوري نيول شوي دي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې نيول شوي کسان ددغه ولايت د بېلا بېلو ولسواليو اوسېدونکي دي ،چې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې ونيول شول.

سرچينه  وايي، يادو درېيو کسانو د کندهار ولايت د ميوند او ژېړۍ ولسواليو په مربوطاتو کې يې د ملا ابراهيم د ترهګرېزې ډلې غړيتوب درلود او په يادو ولسواليو کې يې تخريبي او تروريستي فعاليتونه ترسره کول.

په خبرپاڼه کې يادونه شوې ، چې له دغو کسانو سره وسلې هم نيول شوې دي.

Related Topics