Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هلمند محصولات به د هوا له لارې  نړيوالو بازارونو ته لار پيدا کړي

لښکرګا (پژواک ۶ غويى ۹۳): د هلمند د بست هوايي ډګر ته د الوتنو په ډېرېدو به د دغه ولايت کرنيز محصولات په اسانۍ نړيوالو بازارونو ته انتقال شي.

دغه څرګندونې د غويي په ٦مه د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت عملياتي مرستيال محمودشاه حبيبي، هلمند ته د “افغان جيټ” په نوم د يوه خصوصي هوايي شرکت له لوري د الوتنو د پېلېدو په مراسمو کې وکړې.

ده وويل، دغه شرکت به پر کابل او هلمند سربېره ځينو نورو ولايتونو ته هم پروازونه پيل کړي.

د حبيبي په وينا، له دغه کار سره به د ياد ولايت د اوسېدونکو ډېرې ستونزې هوارې شي او په اسانۍ سره به وکولى شي نورو ولايتونه ته د هوا له لارې سفر وکړي.

نوموړي وويل، دغه شرکت به په اونۍ کې درى ورځې هلمند ته پروازونه ولري او هڅه کېږي چې کرايه يې هم مناسبه وي.

حبيبي زياته کړه، د بست هوايي ډګر په پراخېدو سره به کارګو الوتکې هم پروازونه پيل کړ، چې له امله به يې د هلمندي کروندګرو محصولات په ډېرې اسانۍ له هېواده ولېږدول شي.

بلخوا د دغه ولايت مرستيال والي احمد مسعود بختور وويل، له دې پروازونو سره به له يوې خوا پرته له ځنډ څخه د نورو شرکتونو تر څنګ دغه شرکت ډېر پروازونه ولري.

د ده په وينا، دغه ولايت ته به پر بهرنيانو سر بېره د افغان دولت لوړپوړي چارواکي د کارونو د لا ښه ترسراوي په موخه دا موکه ولري چې هره ورځ وغواړي هلمند ته سفر وکړي.

بختور زياته کړه، دوی له اړوند ادارو غوښتنه کړې، چې د بست هوايي ډګر پراخ کړي تر څو لويې الوتکې چې اوس ستونزه لري، په کې ناسته وکړاى شي.

په همدي اړه د لښکرګاه ښار يو اوسېدونکی محمد اسماعيل وايي، ډېری وخت له لوړپوړو دولتي چارواکو او ډېرو شتمنو پرته عام خلک د لوړې کرايي له امله نه شي کولی کابل ته د هوا له لاري ولاړ شي.

نوموړي د افغان جيټ د شرکت له مسوولينو غوښتنه وکړه، چې د کرايې په ټيټوالي کې بدلون راولي تر څو ډېر خلکو وکولی شي، کابل ته د همدغه شرکت له لارې سفر وکړي.

د يادولو ده، هلمند ته له کابل څخه يوازې کام اير شرکت په اونۍ کې دوه پروازونه کوي او د ۱۲۵ امريکايي ډالرو (7300) افغانۍ اخلي، چې عام خلک او کوچني دولتي مامورين يې له ورکړي عاجز دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.