لښکرګاه (پژواک ۷غويى ۹۳) د هلمند چارواکي وايي، چې د ښه امنيتي تدابېره له امله به د ټاکنو په دويم ممکنه پړاو کې د خلکو ونډه ډېره وي.
دغه څرګندونې د هلمند مرستيال والي او امنيتي مسوولينو د هغې غونډې په ترڅ کې وکړې ، چې د مدني ټولنو له لوري د امنيتي ځواکونو د ستاينې په موخه جوړه شوې وه.
د دې ولايت مرستيال والي احمد مسعود بختور وويل، که د ولسمشرۍ ټاکنې دويم پړاو ته ولاړې شي، د تېر په پرتله به په دغه ولايت کې د رايې ورکوونکو شمېر زيات شي.
نوموړي دا هم وويل، هغه ستونزې، چې په لومړي ځل ټاکنو کې وې، په دويم پړوا کې به يې مخنيوى وکړي.
هغه دغه نيمګړتياوې په ګوته نه کړې ، خو درغلي، ناامني او د ټاکنو په ورځ په ځينو ولايتونو کې د راى پاڼو خلاصېدل ټاکنېزې نيمګړتياوې بلل کېږي.
ددې ولايت امنيه قوماندان پاسوال ارکان حرب عبدالقيوم باقي زوى وويل، پوليس يې ورځ تر بلې په خپل مسووليتونو کې پياوړي کېږي او تجربې يې زياتېږي.
نوموړي زياته کړه، چې په دويم پړاو ټاکنو کې به تر لومړي ځل ښه امنيت خوندي کړي او د ولس ليوالتيا به هم د تېر په پرتله ځکه ښه وي، چې تېر ځل له خلکو دامنيت له پلوه وېره درلوده.
دباقي زوى په وينا، اوس خلک پوهيدلي ،چې امنيتي ځواکونو يې امنيت خوندي کولى شي او له دې امله به په زياته کچه ددې ولايت اوسېدونکي په ټاکنو کې برخه واخلي.
بلخوا ددې ولايت د ټاکنو کمېسيون رييس قدرت الله نقشبندي وويل ،دوى په ټوله کې دويم پړا ټاکنو ته چمتو دي او امکانات هم ورته لري.
د يادولو ده، چې په هلمند ولايت کې د ټاکنو په ورځ له ۲۱۹ مرکزونو څخه ۱۴۷ يې پرانيستي وو او تر شپږ زره زياتو ناظرينو او مشاهدينو د ټاکنو بهير څارنه کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP