Language

لښکرګاه (پژواک ۱۱ غويى ۹۳): د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې په خپلمنځي جګړه کې دوه پوليس وژل شوي او يو ملکي وکړى ټپي شوى دى.

د هلمند د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونوال عبدالاحمد چوپان د غويي په ۱۱مه پژواک خبري اژانس ته وويل  ، تېره ورځ  يو ملي پوليس د همدې ولسوالۍ په څلورلارې بازار کې ډزې کړي او يو ملکي وګړى يې ټپي کړى دى.

هغه زياته کړه ، چې تر ډزو وروسته دغه پوليس د تېښتې هڅه کوله، چې د بل سيمه ييز پوليس  له خوا پرې ډزې شوې دي.

د نوموړي په وينا، د ډزو په تبادله کې دواړه پوليس وژل شوي دي.

چوپان وايي، چې دا يوه جنايي پېښه ده او پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.

د سيمې يوه اوسېدونکي حاجي ظاهر جان پژواک اژانس ته وويل ، چې ياد پوليس له دوکاندار څخه په زوره له پيسو پرته خوراکي توکي  غوښتل.

د هغه په وينا، کله چې دوکاندار انکار وکړ، هغه پرې ډزې وکړې، يو تن يې وواژه او بل يې ټپي کړ.

حاجي ظاهر وايي، چې بريد کوونکي د ماموريت پر پوليسو هم ډزې کړې دي، خو کله چې يې تېښته کوله، د سيمه ييزو پوليسو له خوا پرې ډزې شوي او وژلى يې دى.

د دې ولسوالۍ د ټولنيزې شورا غړى اختر محمد وايي ، چې په دې نښته کې دوه پوليس او يو ملکي وګړى وژل شوي او يو ملکي وګړى ټپي دى.

Related Topics