کندوز (پژواک ١١ غويى ٩٣): په کندوز ولايت کې پنځه سيمه ييز پوليس او د يوه ډلمشر په ګډون څلور وسله وال وژل شوي، بلخوا پنځه سيمه ييز پوليس له طالبانو سره يو ځاى شوي دي.
د دشت ارچي ولسوال نصرالدين سعدي وايي، چې طالبانو تېره شپه په دولتزي کلي کې د پوليسو پر پوسته بريد کړى، چې د نښتې په اوږدو کې د پوستې قوماندان جمال يوسفزاده له خپلو څلورو کسانو سره ووژل شو.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې پوستې پنځه نور سيمه ييز پوليس له خپلو وسلو او مهماتو سره له طالبانو سره يو ځاى شوي دي.
سعدي زياته کړه، امکان لري چې دغو پوليسو لا له مخکې له طالبانو سره اړيکه درلوده او له همدې امله طالبانو ته اوښتي دي.
د کندوز د امنيه قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني وويل، چې د نښتې په اوږدو کې درې وسله وال مخالفين هم له منځه تللي دي.
هغه زياته کړه، چې نښته پنځه ساعته وروسته پاى ته ورسېده.
يوه ځايي استوګن د نوم نه ښودو په شرط وويل، چې نښته له نيمې شپې تر سهاره روانه وه.
سرچينې زياته کړه، چې د نښتې د جزئياتو په اړه نه دى خبر، ځکه چې د سيمه ييزو پوليسو شاوخوا د امنيتي ځواکونو له خوا کلابنده ده.
خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي، چې په دغه بريد کې يې د اربکيانو يوه پوسته نيولې، د دوو اربکي قوماندانانو جمال او قادر په ګډون يې څلور تنه وژلي او پنځه نور ټپيان دي.
نوموړي د دوو طالبانو د ټپي کېدو پخلى وکړ او زياته يې کړه، چې د پوستې وسلې او مهمات هم د طالبانو لاس ته ورغلي دي.
د کندوز په چهادرې ولسوالۍ کې هم د طالبانو يو قوماندان ووژل شو.
د کندوز د امنيه قوماندانۍ وياند وويل، چې دغه سرګروپ قاري نسيم نومېده او نن سهار په يتيم چهاردرې کلي کې د پوليسو له کمين سره مخ شو.
هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې له قاري نسيم سره د هغه دوه ملګري ټپيان شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.