کندهار ( پژواک، ١٣ غويى ٩٣ ) : په سوېلي حوزه کې په داسې حال کې د ماشومانو د پوليو يا ګوزڼ پر وړاندې د واکسيناسيون درې ورځنى کمپاين پيل شو، چې دغلته تر دې مهاله د ماشومانو د ګوزڼ هيڅ مثبته پېښه نه ده ليدل شوې.
د کندهار ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا د غويي په ١٣مه، د واکسين د پيل پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ماشومانو د ګوزڼ پر ضد د واکسيناسيون درې ورځنى کمپاين نن په ټوله سوېلي حوزه کې پيل شو.
هغه زياته کړه، د دغه کمپاين په لړ کې به د سوېلي زون په کچه ١،٦ ميليونه تر پنځو کلونو د کم عمر ماشومان واکسين کړل شي، چې ٥١٨ زره يې په کندهار کې دي.
د نوموړي په وينا، په کندهار ولايت کې به د واکسين کمپاين د زرګونو رضاکارانو له خوا په ښار او ټولو ولسواليو کې تر سره شي.
هغه دغه راز وويل، چې د پوليو د واکسين تر څنګ به شاوخوا ١،٤ ميليونه له پنځو څخه تر شپږو کلونو پورې عمر لرونکي ماشومانو ته د ويټامين اې کپسولونه هم ورکړل شي.
ډاکتر پخلا دا په روان زېږديز کال کې د ټول زون په کچه درېيم او او د ځانګړو ولسواليو په کچه څلورم کمپان وګاڼه.
نوموړي خوښي وښودله ، چې له تېرو دوو کلونو راهيسې په کندهار ولايت کې د پوليو هيڅ مثبته پېښه نه ده ليدل شوې، په داسې حال کې ، چې په تېر کې د هېواد په کچه د پوليو ډېرې پېښې همدلته وې.
نوموړي د پوليو د پېښې د صفر کېدو لامل د ادارو تر منځ همغږي او په سمه توګه د واکسيناسيون د کمپاينونو پلي کېدل بولي.
دى وايي، د دې تر څنګ يې د عامه پوهاوي په برخه کې هم خپلې هلې ځلې چټکې کړې، تر څو خلک ذهناً دې ته اماده شي، چې خپل ماشومان واکسين کړي.
د کندهار ولايت د بېلابېلو ولسواليو اوسېدونکي هم وايي، چې د پخوا په پرتله يې په سيمو کې په سمه توګه د واکسين کمپاين تر سره کېږي، چې له امله يې په ماشومانو کې دا ناروغي بېخي له منځه تللې ده.
د پنجوايي ولسوالۍ د تلوکان سيمې اوسېدونکى عبدالباري پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې په تېرو کلونو کې د ناامنيو له امله رضاکارانو زړه نه ښه کاوه چې د دوى سيمو ته د واکسين لپاره ورشي.
هغه زياته کړه د تېر په پرتله اوس د هر کمپاين پر مهال خلک خلک نه يوازې د دوې سيمې، بلکې ګڼو نورو کليو ته هم ورځي او ماشومانو ته واکسين ورکوي، چې له امله يې دغه ناروغي ورکه شوې ده.
د يادونې وړ ده چې دوه کاله وړاندې د هېواد په کچه د پوليو ٦٥ سلنه پېښې په سوېلي ولايتونو کې ثبت شوې وې.
په دغه کال کې د هېواد په کچه د پوليو ٣٠ پېښې ثبت شوې وې، چې ٢٤ يې يوازې په سوېلي ولايتونو کې وې.