لښکرګاه-مزارشريف (پژواک ۱۳ غويى ۹۳): په هېواد کې د رسنيو د خپلواکۍ ورځې په داسې حال کې نمانـځل کېږي، چې د بلخ او هلمند ولايتونو خبريالان له ګڼو ستونزوسره مخ دي.
د هلمند ځايي خبريالان وايي، په دغه ولايت کې پر بېلابېلو موضوعاتو راپورجوړوي خو شکايت کوي چې دولتي چارواکي ورسره همکاري نه کوي.
په دغه ولايت کې د المان غږ راډيو ځايي خبريال مجتبی محمدي د يادې ورځې په مناسبت د جوړې شوې غونډې پر مهال وويل چې د دولتي چارواکو د نه همکارۍ ترڅنګ دوى په بېلابېل ډول ګواښل کېږي هم.
نوموړي له دولتي چارواکو، وسله والو مخالفينو او نورو خلکو وغوښتل چې د بيان او رسنيو ازادۍ ته احترام ولري.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک يادې غونډې ته وويل چې د ولايت ادارې په هر ډول حالاتو کې د خبريالانو مرسته کړې او که چېرې خبريالانو پر کومو موضوعاتو باندې کار کړی وي، دولتي ادارو پر وخت ځواب ورته ويلی دی.
هغه د بيان ازادي د حکومت له سترو لاسته راوړنو بولي.
د ده په وينا، همدا خبريالان دي چې په پټو موضوعاتو کار کوي، ستونزې تر ادارې رسوي چې په ترڅ کې يې اداره د حل لارې چارې ورته سپارې.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور رييس عليشاه مظلوميار وويل چې د رسنيو او خبريالانو د ستونزو د حل په موخه يې يو کمېسيون جوړ کړی دی.
دغه راز په مزارشريف ښار کې نن د مې ۳مه د شمال د خبريالانو د بنسټ له خوا د بلخ ميديوتيک په دفتر کې د يوې غونډې به ترسره کولو ونمانځل شوه، چې د مزارشريف ښار لسګونو خبريالانو په کې برخه اخيستې وه.
د دغه بنسټ مشر ګلاب شاه باور پژواک خبري اژانس ته وويل، دوی په داسې حال کې د مطبوعاتو ورځ نمانځي، چې لا هم په شمال او د هېواد په نورو برخو کې خبريالان له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
نوموړي زياته کړه، چې د تېرو ټاکنو په ترڅ کې د خبريالانو ملاتړ د دې لامل شو، چې د وري په ۱۶مه افغانان په پراخه کچه په ټاکنو کې برخه واخلي.
د هغه په وينا، د ټاکنو په ترڅ کې د شمال خبريالان که څه هم له ځينو ستونزو او ګواښونو سره هم مخ شول؛ خو له خپلې دندې يې مخ ونه ګرځاوه.
باور وويل، چې د دوی د ثبت شوو معلوماتو له مخې، د ټاکنو په ترڅ کې په شمال کې د خبريالانو د ګواښلو ۵ پېښې ورسره ثبت دي.
نوموړي زياته کړه، چې د شمال د خبريالانو بنسټ د مطبوعاتو د ورځې د نمانځنې له لارې وښوده، چې د بلخ خبريالان سره همغږي دي او هڅه کوي، چې په هر ډول حالاتو کې د خپلې دندې له لارې د وطن خدمت وکړي.
په مزارشريف ښار کې د بيان شمال رسنيز ګروپ خبريال جاوېد واک پژواک ته وويل، چې د مطبوعاتو د ورځې پر نمانځنه خوښ دی.
نوموړي زياته کړه، چې دوی خوښ دي په بلخ کې د خبريالانو د يو ځای کېدو يو خپلواک مرکز لري.
د هغه په وينا که چېرې خبريالانو سره همداسې نږدې وي، نو ممکن ځينې پرتې ستونزې يې په خپله له مخې لرې شي.
د يادې غونډې په پای کې د بلخ ولايت ځينو رسنيو ته د ښه کار له امله ستاينليکونه هم ورکړل شول، چې په ترڅ کې يې په بلخ کې د پژواک خبري اژانس کړنې هم وستايل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP