Language

مزارشريف (پژواک، ١٦ غويى ٩٣ ) : د بلخ ولايت له مرکز مزارشريف هوايي ډګر څخه په لومړي ځل اسلام اباد ته الوتنې پيل شوې.

دغه الوتنې نن د غويي په ۱۶مه، د بلخ ولايت له هوايي ډګر څخه د صافي اير وېز له خوا د ۳۵ مساپرو په لېږد پيل شوې.

د بلخ ولايت مقام د دفتر رييس قيس مهراين پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د خلکو د اړتيا له مخې، دوی تصميم ونيو، چې د مزار- اسلام اباد ترمنځ  الوتنې پيل کړي.

نوموړي زياته کړه، چې دغه الوتنې به له نړيوالو معيارونو سره برابرې تر سره کېږي،چې مساپرو ته به پکې هېڅ ډول ستونزې نه وي.

په نننۍ الوتنه کې له مزارشريف څخه اسلام اباد تلونکي مساپر فهيم حقبين پژواک ته وويل،  خورا خوښ دی، چې له خپلې سيمې څخه نېغ په نېغه اسلام اباد ته پرواز کوي.

نوموړي زياته کړه، چې له دې مخکې به د اړتيا پر مهال لومړۍ کابل ته تلو او بيا به يې د کابل له هوايي ډګره اسلام اباد ته الوتنه کوله.

د بلخ مقام د دفتر ريس قيس مهراين په مزارشريف کې د پاکستان له کونسلګرۍ مننه وکړه، چې په دې برخه کې يې له دوی سره مرستې وکړې.

په مزار کې د پاکستان کونسلر ماجد خان په هوايي ډګر کې له رسنيو سره د لنډو خبرو په ترڅ کې وويل، چې د دوی ياده مرسته له افغانانو سره وروستۍ نه ده.

نوموړي زياته کړه، چې له دې وړاندې هم دوی په بلخ کې په روغتيايي او تعليمي برخو کې مرستې کړې دي.

د هغه په وينا، د بلخ پوهنتون د انجنيري پوهنځي لپاره په نړيوال معيار ودانۍ جوړول د دوی له سترو مرستو څخه ده.

له دې مخکې له مزارشريف هوايي ډګر څخه مزار-دوبۍ، مزار-استانبول او مزار- ډهلي ته الوتنې هم پيل شوې وې، چې د مزار-ډهلي الوتنې د مساپرو د کمښت له امله بندې شوې دي.