Language

بلخ کې له سيلاب ځپلو سره د مرستې په موخه ۲۷۵زره افغانۍ راټولې شوي

مزارشريف ( پژواک، ١٨ غويى ٩٣ ) : د بلخ په مرکز مزارشريف کې د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې له وروستيو سېلاب ځپلو سره د مرستو د راټولولو په موخه د درول شوې خيمې له لارې ۲۷۵زره افغانۍ او نور  د اړتيا وړ  توکي راټول  شوي.

دغه خېمه، چې څلور ورځې وړاندې د مزار ښاروالۍ ودانۍ ته څېرمه د بلخ ولايت د مدني ټولنو له خوا درول شوې وه، نن د غويي په ۱۸مه، ټوله کړای شوه.

د بلخ ولايت د مدني ټولنې فعال او د يادې خيمې يوه تنظيمونکي سروش کاظمي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د يادې خيمې له لارې ۲۷۵ زره او ۱۹۳افغانۍ، ۱۲۰ امريکايي ډالر او ۵۰  يورو راټولې شوې دي.

نوموړي زياته کړه، چې د نغدي مرستو تر څنګ ۲۰۰۰ جوړې د نارينه وو، ښځو او ماشومانو جامې، زيات شمېر د کور لوښي او خوراکي توکي راټول شوي دي.

د هغه په وينا، په را ټولو شويو مرستو کې ډېری ونډه د بلخ ولايت د عامو خلکو ده، چې د يوه تن  لږ مرسته  لس افغانۍ او زياته يې تر سل امريکايي ډالرو پورې رسيږي.

د بلخ د مدني ټولنې فعال عظيم رسالت پژواک ته وويل، دوی تصميم لري، چې په نغدي مرستو هم د هېواد د زيانمنو کورنيو لپاره  د اړتيا وړ  توکي واخلي.

نوموړي زياته کړه، دوی هڅه کوي، چې د يادو مواد د لېږد لپاره د کوم ترانسپورټي شرکت په مرسته اسانتيا برابره کړي او بيا يې د شمال زون زيانمنو کورنيو ته ورسوي.

د مزارشريف ښار اوسېدونکي محمد جميل پژواک ته وويل، چې له زيانمنو کورنيو سره يې د يادې خيمې له لارې ۵۰۰ افغانۍ او پنځه جوړه جامې مرسته کړې ده.

نوموړي د بلخ ولايت له مدني ټولنو مننه وکړه، چې د دوی د درول شوې خېمې له لارې مرسته تر زيانمنو کورنيو پورې رسېږي.

د هغه په وينا، د خپلې مرستې په بدل کې يې يو سند تر لاسه کړى، چې ده ته ډاډ ورکوي، چې د مرستو روانه پروسه تر ډېره ځايه رڼه ده.

د مزارشريف ښاروال محمد يونس مقيم له سېلاب ځپلو سره د مرستو د راټولو په موخه د مدني ټولنو د خيمې درول وستايل.

د يادونې ده، چې په يو شمېر شمالي ولايتونو کې د راغليو سيلابونو او په بدخشان کې د ځمکې ښويېدنې له امله  سلګونه هېوادوال مړه او ټپيان شوي او سلګونه نور بې ځايه شوي دي.

Related Topics