Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

وسله والو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

لښکرګاه-ميدانښار (پژواک٢٠ غويى ٩٣): په هلمند او ميدان وردګو ولايتونو کې د چاودنې او عملياتو په ترڅ کې يو طالب قوماندان وژل شوى، درې وسله وال او څلور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د هلمند د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونوال عبدالاحد چوپان د غويي په۲۰مه پژواک ته وويل، چې  نن  نږدې لس بجې په مارجې ولسوالۍ کې د موټرسايکل بم  چاودنه وشوه.

نوموړي وويل، چې چاودنه د عامه نظم د پوليسو پر موټر شوې، چې په  ترڅ کې يې د دوو ماشومانو په ګډون څلور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

چوپان زياته کړه، چې دغه چاودنه د ريموټ کنټرول په وسيله رامنځته شوې او  پوليسو ته هېڅ ډول زيان  نه دى اوښتى.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک ته وويل، ټپي کسان د درملنې لپاره  روغتون ته لېږدول شوي، چې د يوه روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

بلخوا د ميدان وردګو چارواکي وايي، چې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې يې د يوه قوماندان په ګډون څلورو وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د دغه ولايت د والي وياند عطاالله خوږياڼي د غويي په ٢٠مه پژواک ته وويل، چې د جلرېز ولسوالۍ په زېولاتو سيمه کې د يو لړ چاڼيزو  عملياتو په ترڅ کې د “ملا ښايسته” په نوم د  طالبانو يو قوماندان وژل شوى او درى نور وسله وال ټپيان شوي دي.

خوږياڼي وويل، د دغو عملياتو په ترڅ کې د وسلو او مهماتو يوه لويه ډيپو هم کشف شوې ده.

د ده په وينا، چې په دغو عملياتو کې پوليسو او ولسي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.