کندهار (پژواک ٢٠ غويى ٩٣): د کندهار له زندان څخه د ولسمشر کرزي د يوه فرمان له مخې ١٠٥ تنه بنديان خوشې شول.
د کندهار ولايت د محبس مدير سمونوال محمد اکبر زابلي د بنديانو د خوشې کېدو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ١٠٥ تنه بنديان د ولسمشر د ١٦مې ګڼې فرمان له مخې خوشې شول، چې د غويي مياشتې د اتمې په مناسبت يې صادر کړى و.
دهغه په وينا، د خوشې شويو له ډلې ٩٥ تنه نارينه، يوه ښځينه او ٩ تنه ماشومان دي، چې په بېلابېلو وختونو کې په مختلفو جرمونو نيول شوي وو.
نوموړى وايي، درې ګونو محکمو د دغو بنديانو دوسيې فيصله کړې وې او هر يوه يې کافي اندازه حبس هم تېر کړى و، چې د ښه نيت له مخې خوشې شول.
د خوشې شويو بنديانو له ډلې د ارغستان ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالرحيم وويل، چې په محبس کې يې د يوه جنايي جرم په تور ٤ کلونه تېر کړي او خوشحاله دى، چې نن ازادېږي او بېرته له خپلې کورنۍ سره يو ځاى کېږي.
هغه ژمنه وکړه، چې له دې وروسته به هيڅ جرم نه کوي او په ټولنه کې به د يوه سالم انسان په توګه ژوند کوي.
د محمد نور په نوم يوه بل بندي، د محبس د مسوولينو له ښې رويې مننه کوله او ويل يې چې د بند په دوره کې ورسره هيڅ راز بد چلند نه دى شوى.
هغه زياته کړه، چې په دغه محبس کې يې شاوخوا دوه کاله تېر کړي دي.
د کندهار عمومي محبس چې د ښار په لوېديځه څنډه د سرپوزې په سيمه کې دى، دا مهال په کې تر زرو زيات کسان د بند شپې او ورځې تېروي، چې په بېلابېلو سياسي او جنايي جرمونو نيول شوي دي.