کندهار (پژواک ٢١ غويى ٩٣): په کندهار کې انارګل دوديزه کلنۍ مشاعره د سلګونو شاعرانو، فرهنګيانو او د ادب د مينه والو په ګډون جوړه شوه.
مشاعره د کندهار راډيو ټلوېزيون د ودانۍ په انګړ کې تېر مازديګر شاوخوا پنځه نيمې بجې پيل شوه او د شپې تر ناوخته يې دوام وکړ، چې د شعرونو تر څنګ يې د تمثيل او نندارې برخه هم لرله.
په دې مشاعره کې د ولايتي چارواکو تر څنګ له کابل څخه راغلو مېلمنو، استاد حبيب الله رفېع، عبدالغفور لېوال، محمد يار يار، د کندهار، هلمند، زابل او اروزګان ولايتونو او دغه راز د ډيورنډ کرښې د پورې غاړې (چمن او کوېټې) سلګونو شاعرانو ګډون کړى و.
انارګل مشاعره د کندهار د اطلاعاتو او کولتور د رييس دواخان مينه پال په وينا پيل شوه، هغه ګډونوالو ته د خپل رياست د تېر يوه کال د فعاليتونو راپور وړاندې کړ او ويې ويل چې په دې موده کې يې د طلوع افغان تاريخي ورځپاڼې او کندهار مجلې د ودې لپاره کار کړى، مياشتنۍ مشاعرې يې جوړې کړي، په ښار کې يې په پرديو ژبو د لوحو ليکلو مخه نيولې او ګڼ نور پروګرامونه يې جوړ کړي دي.
هغه خبر ورکړ ، چې ډېر ژر به د کندهارۍ موسيقي د ودې په موخه يو پروګرام پيلوي او هڅه به يې دا وي چې دغه موسيقي يو ځل بيا خپل تېر برم ته ستنه کړي.
د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا هم خوښي وښودله چې انارګل مشاعره سږ کال په خپل وخت تر سره کېږي او له لر او بر پښتني سيمو څخه ګڼ شمېر شاعران راغلي او دلته له يو بل سره ګوري.
ويسا له شاعرانو او فرهنګيانو وغوښتل ، چې په خپلو شعرونو او نثري ليکنو کې د وحشت او وېرې خپرولو پر ځاى مينې، عاطفې او هنريت ته ځاى ورکړي.
استاد حبيب الله رفېع د مشاعرې ګډونوالو ته د خوشحال خان خټک له وخته تر دې دمه د مشاعرو لنډه تاريخچه وړاندې کړه او ويې ويل، چې کندهار په خپله غېږه کې نامتو شاعران روزلي او د نارج ګل، بادام ګل په څېر انارګل هم يوه دوديزه مشاعره ده چې هر کال نمانځل کېږي.
دغه راز عبدالغفور لېوال هم تر ډېره د دغه راز مشاعرو پر جوړېدو خبرې وکړې او ويې ويل، کندهار هغه سيمه ده چې په ادب او سياست دواړو کې يې د هېواد نورو سيمو ته وړانګې غځولې دي.
هغه زياته کړه، له کندهار څخه لرې په نورو سيمو کې د دغه ولايت انځور بل شان ښودل کېږي، خو کله چې خلک کندهار له نږدې ويني، نو ذهنيت يې بدلېږي او پوهېږي چې دلته امن دى او ژوند په عادي بڼه روان دى.
تر ويناوو وروسته د مشاعرې برخه پيل شوه ، چې تر نيمې شپې لسګونو شاعرانو په کې خپل شعرونه واورول.
شاعر او ليکوال عبدالواسع هڅيال پژواک ته وويل، چې د شاعرانو شعرونو تر ډېره عاطفي بڼه لرله، چې خلک پکې يووالي، له خپل هېواد سره مينې او نورو مسايلو ته ځانګړي شوي وو.
دى وايي، مشاعره په ډېره ښه فضا کې د شپې په شاوخوا دوې بجې پاى ته ورسېده.
د يادونې ده، د پسرلي له پيلېدو سره سم د هېواد په زياترو برخو کې په بېلابېلو نومونو مشاعرې ترسره کېږي.