Language

غزني کې د دوو پوليسو ترڅنګ پنځه ملکي وګړي ټپيان شول

غزني (پژواک ٢٢ غويى ٩٣): چارواکي وايي، چې په غزني ولايت کې د طالبانو راکټي بريدونو دوه پوليس او پنځه ملکي وګړي ټپيان کړي دي.

د ياد ولايت د والي وياند شفيق ننګ د غويي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار وسله وال طالبانو د غزني ښار اړوند د سنجيتک او خشک سيمو کې د پوليسو پر پوستو راکټي بريدونه کړي دي.

ننګ وويل، چې يو راکټ د خشک په سيمه کې د پوليسو  يوې پوستې ته څېرمه لګېدلى، چې له امله يې دوه پوليس ټپيان شوي او بل پر يوه کور لګېدلى، چې په ترڅ کې يې درې ماشومان او دوه مېرمنې ټپيان شوي دي.

هغه په دې اړه، چې دغه راکټي بريدونه له کومې سيمې شوي، خو په اړه يې د څېړونو د پيل يادونه وکړه.

په ورته مهال د غزني د ملکي روغتون رييس ډاکټر بازمحمد همت پژواک ته وويل، چې له دې پېښې  ورته د پنځو ملکي وګړو او دوو پوليسو ټپيان  ور وړل شوي دي.

همت وايي، چې په ټپيانو کې د يوه پوليس روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي ، خو د کابل پر هوايي ډګر يې د دوو راکټي بريدونو ادعا کړې ده.

Related Topics