Language

د کابل-مزار لارې په بندېدو د بلخ د ګمرک عوايد کم شوي

مزارشريف (پژواک ٢٢ غويى ٩٣): د بلخ د کمرګ مسوولين وايي، چې په تاشقرغان تنګي کې د سېلابونو له امله د کابل-مزار د لويې لارې له بندېدو سره د دغه ولايت د ګمرک ورځني عوايد ۵۰ سلنه کم شوي دي.

له تېرو څلورو ورځو راهيسې سېلابونو د دغه ولايت د خُلم ولسوالۍ په تاشقرغان تنګي کې د کابل-مزار نږدې ۱۰۰ متره سړک ويجاړ کړى، چې له امله له مرکزي ولايتونو سره د مزارشريف لاره وتړله شوه.

د بلخ د کمرګ رييس عبدالستار سرحال د غويي په ۲۲مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په تاشقرغان تنګي کې د سړک خرابېدو او د لارې بندېدو د دغه ولايت پر وارداتو او صادراتو منفي اغېز کړی دی.

نوموړي زياته کړه، چې هره ورځ د حيرتان بندر له لارې د بېلابېلو سوداګريزو توکو د وارداتو او صادراتو ۷۰ موټرو تګ راتګ کاوه.

د هغه په وينا، دغه شمېر د لارې د بندېدو له امله ۲۰ موټرو ته راښکته شوی دی.

سرحال وويل، چې له همدې امله د بلخ ولايت پر کمرګي عوايد منفي اغېز شوی دی.

نوموړي زياته کړه: ((زموږ ادارې معمولاً هره ورځ ۲۰ ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه کول، چې د لارې د بندېدو له امله په ځانګړې توګه واردات کم شوي او زموږ عوايد په تېرو څلورو ورځو کې هره ورځ تر ۹ ميليونه افغانيو پورې رسېږي.))

د هغه په وينا، که چېرې دولت هڅه وکړي، چې د يادې لارې تر جوړېدو د کندوز او بلخ ولايتونو تر منځ د ايرګنک سيمې پر لاره د تګ راتګ اسانتيا برابره کړي، نو سوداګريزې چارې به تر دې حده ټکنۍ نه وي.

د بلخ د سوداګرۍ خونو مسوولين هم وايي، چې که  لاره جوړه نه شي او يا هم د لارې بديل ونه لټول شي نو لرې نه ده، چې په ټول هېواد کې سوداګريزې چارې له خورا ټکنيتوب سره مخ شي.

د سوداګريزو خونو رييس ارش يونسي پژواک اژانس ته وويل، چې د مزارشريف له لارې د شمال له دوو سترو بندرونو (حيرتان او اقينه بندرونه) واردات او صادرات کېږي.

نوموړي زياته کړه، ښکاره ده، چې د تاشقرغان تنګي د سړک خرابېدو د دغو دواړو بندرونو لارې له ټول افغانستان سره تړلې دي.

د هغه په وينا، که چېرې دولت د تاشقرغان تنګي د لارې جوړېدو لپاره د سېلابونو له امله وخت نه پيدا کوي نو ښه به وي، چې د کندوز او بلخ تر منځ پر لاره غور وکړي.

يونسي وويل، چې د يادو ولايتونو تر منځ لاره له دې چې خامه ده؛ کومه بله جدي ستونزه نه لري.

خو د بلخ د بېړنيو پېښو ادارې مسوولين وايي، تصميم نيول شوی، چې سبا ته د تاشقرغان تنګي د لارې د جوړولو چارې پيل شي.

نوموړي زياته کړه، چې د فوايد عامې وزارت له خوا د ياد سړک د جوړېدو مالي لګښت منل شوی، دوی يواځې د سېلاب د اوبو د کمېدو په تمه دي، چې ښايي تر سبا د کار د پيلېدو تر حده کمې شي.

د هغه په وينا، دمګړۍ تر يوې کچې د بلخ او کندوز تر منځ ايرګنک سيمې پر لاره کابل او نورو ولايتونو ته تګ راتګ پيل شوی دی.

Related Topics