اسعداباد (پژواک ٢٢ غويى ٩٣): د کونړ چارواکي وايي ، چې وسله والو مخالفينو نن سهار په اتو ولسواليو کې بريدونه پيل کړي او په يو شمېر سيمو کې اوس هم جګړه روانه ده.
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د غويي په ٢٢مه، غرمه مهال پژواک اژانس ته وويل ، چې نن سهار وخته وسله والو مخالفينو ددې ولايت په اتو ولسواليو کې د ملي ځواکونو پر پوستو بريدونه پيل کړي دي.
هغه زياته کړه، چې وسله وال مخالفين دامنيتي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ شوي دي.
د سيدخېل په وينا، په ځينو سيمو کې اوس هم جګړه روانه او په ځينو سيمو کې وسله وال شا ته تمبول شوي دي.
امنيه قوماندان وويل، چې په دغو نښتو کې تر اوسه يوه ښځه وژل شوې، دوه د ملي اردو سرتېري او يو پوليس ټپيان شوي دي.
د هغه په وينا، د ملي ځواکونو په ځوابي بريدونو کې تر اوسه څلور وسله وال وژل شوي او ١٢ نور ژوبل دي.
دى وايي، چې د پاکستان له لوري هم څلور ميزايل راتوغول شوي دي.
وسله والو طالبانو هم د کونړ په بېلابېل سيمو کې د بريدونو او دولتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې ادعا کړې ده.