Language

کندهار ښار (پژواک ٢٢ غويى ٩٣): د کندهار په هوايي ډګر کې داسې قاچاقچي نيول شوى، چې په ګېډه کې يې ٤٢٠ ګرامه هيرويين ځاى پر ځاى کړي وو.

د کندهار ولايت د مقام مطبوعاتي دفتر له خوا د غويي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ياد قاچاقچي او نشه يي توکي د ملي امنيت د منسوبينو له خوا نيول شوي دي.

سرچينې زياته کړې، قاچاقبر غوښتل په خپله ګېډه کې يوه بهرني هېواد ته هيرويين ولېږدوي، چې د ملي امنيت له خوا ونيول شو، خو سرچينې د هغه هېواد نوم په ډاګه نه کړ، چې ياد نشه يي توکي ورته قاچاق کېدل.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې نيول شوى تن بازمحمد نومېږي او په خپله ګيډه کې يې په ٤٥ کپسولونو کې ٤٢٠ ګرامه هيرويين ځاى پر ځاى کړي وو.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د کندهار او کابل په هوايي ډګر کې ګڼ شمېر داسې کسان نيول شوي، چې نشه يي توکي يې بهر او په ځانګړې توګه هندوستان ته قاچاق کول.