Language

غزني کې درې سرتېري وژل شوي او اته ملکي وګړي ټپيان دي

غزني (پژواک ٢٣ غويى ٩٣): په غزني کې د يوې چاودنې او يوه هاوان د لګېدو له امله ٣ امنيتي سرتېري وژل شوي او ٨  ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د غزني د والي وياند شفيق ننګ د غويي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن شاوخوا يوولس نيمې بجې د زنه خان ولسوالۍ مقام ته څېرمه د پوليسو پر يوه رينجر موټر د ماين چاودنه وشوه.

ننګ وايي، په دې چاودنه کې د يادې ولسوالۍ د ملي امنيت معاون او دوه پوليس ووژل شول.

په ورته مهال د والي وياند وويل، څو شېبې مخکې د غزني ښار د فرخي څلورلارې ته څېرمه د يوه هاوان د لګېدو له امله ٤ ملکي وګړي  ټپيان شول.

ننګ وايي، دغه هاوان د وسله والو طالبانو له لوري توغول شوى دى.

خو د غزني د ملکي روغتون رييس ډاکټر بازمحمد همت پژواک ته وويل، چې له دې پېښې ورته ٨ ټپيان ور وړل شوي، چې د دريو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

 

Related Topics