Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مارجه کې د يوې پوستې درې پوليس په مرموز ډول وژل شوي

لښکرګاه (پژواک ۲۴ غويى ۹۳): د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې درې پوليس په داسې حال کې په مرموز ډول وژل شوي چې په دې وروستيو دريو ورځو کې ١٢ تنه نور هم په ورته داسې پېښو کې له منځه تللي دي.

د يادې ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ يوې  باوري امنيتي سرچينې د غويي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه  نن سهار اوه بجې د کورو څلورلارې سيمې ته  څېرمه  د پوليسو په يوې امنيتي پوسته کې شوې ده.

 د سرچينې په وينا، چې د پوليسو په يونيفورم کې څو وسله وال پوستې ته ورغلي، پر پوليسو يې ډزې کړې، مرګ ژوبله يې ور اړولې او د هغوى موټر او وسلې يې هم له ځان سره وړي دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک هم  پژواک ته ياده پېښه ومنله خو وايي، چې  د پوليسو په دې  پوسته کې  دوه سيمه ييز پوليس وژل شوي  او دوه ملي پوليس ټپيان دي.

د دې ولسوالۍ د ټولنيزې شورا يوه  غړي اخترمحمد پژواک ته وويل، چې په ياده سيمه کې د دې پېښې له څرنګوالي نه دى خبر خو په دې تړاو معلومات لري، چې په يوه پوسته کې پوليس وژل شوي دي.

طالب وياند قاري يوسف احمدي بيا ادعا کړې، چې په مارجې ولسوالۍ  کې  يې يوه نفوذي ملګري  په يوه پوسته کې د پوستې د قوماندان په ګډون ٤ پوليس وژلي دي.

په دې وروستيو څو ورځو کې د ورته پېښو له امله د هلمند په بېلابېلو سيمو کې پر دې سربېره ١٢ پوليس وژل شوي دي.

تېره ورځ هم د ياد ولايت په سنګين ولسوالۍ کې ٧ پوليس په ورته پېښه کې وژل شوي وو.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.