زرنج (پژواک ٢٨ غويى ٩٣): د نيمروز ولايت يوه اوسېدونکي داسې بادي دستګاه جوړه کړې، چې د درې کيلوواټ برېښنا د توليد وړتيا لري او کولى شي چې په يوه وخت کې له څاه څخه يو اېنج اوبه هم راوباسي، دى همدارنګه وايي، چې د يوې الوتکې پر جوړولو يې هم کار پيل کړى دى.
د دې دستګاه پرې له اهن چادر څخه جوړې شوي، وسپنيزې پرې د بايسکل پر يوه ټاير چې چين لري او پيچي سيم دى، تړل شوې دي او د باد په وسيله حرکت کوي.
په لاندنۍ برخه کې يې يوه ډاينمو نښلول شوې، چې باد بيا د ډاينمو وزرې څرخوي.
دغه دستګاه د نيمروز د مرکز زرنج اوسېدونکي انجنير زمري هلالي جوړه کړې ده.
نوموړي وويل، چې دغه ماشين په معتدل باد کې درې کيلوواټه برېښنا توليدوي او د موټر بېټرۍ هم چارچولى شي.
يو واټرپمت يې هم لګولى چې له ١٠ متره ژورې څاه څخه د يو اېنج په قطر اوبه را اېستلى شي.
انجنيرهلالي پژواک خبري اژانس ته وويل: ((دا چې خپله هم انجنير يم او نيمروز موسمي بادونه لري، نو فکر مې وکړ، چې يو بادي سټېشن جوړ کړم، چې د يوې کورنۍ د برېښنا لګښت پوره کړي، نو پر همدې بنسټ مې خپله طرحه او له سپکو وسايلو جوړ کړ.))
هغه زياته کړه، چې د يادې دستګاه جوړولو يوه مياشت وخت نيولى او څلوېښت زره افغانۍ لګښت پرې راغلى دى.
انجنير هلالي زياته کړه، که چېرې دغه ماشين نتيجه ورکړي، نو په راتلونکي کې په پام کې لري، چې د توليد وړتيا يې ١٢ کيلوواټو ته اوچت کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې نور ماشينونه د جنراتور او تېلو په لګښت برېښنا توليدوي او هر يو يې په نيمروز کې تر سل او يا دوو سوو زرو افغانيو پورې بيه لري، خو بادي ماشينونه هېڅ لګښت نه لري او د باد په وسيله برېښنا توليدوي او که نتيجه ورکړي، نو بيه به يې تر اتيا زرو افغانيو پورې وي.
د نيمروز د برېښنا رياست د تخنيک امر انجنير عبدالرحيم وويل، نيمروز هغه ولايت دى، چې موسمي بادونه لري او د بادي ماشينونو کارونه کولى شي، چې د هېواد صنعت وغوړوي او د بهرنيو برېښنايي ماشنيونو د صادراتو کچه ښکته کړي.
هغه زياته کړه، چې دا ماشين په ناڅيزه امکاناتو جوړ شوى او اوسمهال معياري او له لړزې پرته برېښنا توليدوي.
د نيمروز د برېښنا رياست د تخنيک امر وويل: ((موږ زياد خوښ يو، چې يوه وطنوال مو دا ډول طرحه رامنځته کړې او له دولته غواړم، چې د پټو استعدادونو په وده کې هڅه وکړي او له دا ډول مستعدو ځوانانو سره مرسته وکړي، چې خپلو هېوادوالو ته خدمت وکړي.))
انجنيرهلال وويل، چې دغه ماشين يې ځوانانو ته د خدمت په موخه جوړ کړى او که چېرې ځوانان راشي، نو دى حاضر دى، چې روزنه ورکړي او دا ډول ماشينونه زيات شي.
د انجنير هلالي پلار په پخواني شوروي اتحاد کې د انجنيرۍ په برخه کې ديپلوم اخيستى او پخوا يې د اريانا هوايي شرکت په تخنيک څانګه کې کار کاوه، نو له همدې امله يې د يوې الوتکې جوړول ترلاس لاندې دي.
دا الوتکه دوه نيم متر اوږدوالى لري او د ريموټ کنټرول په وسيله اداره کېږي.
د الوتکې په ډډه له رخت او لرګيو څخه کار اخيستل شوى دى.
انجنير هلال وويل، چې دا الوتکه درې انجنونه لري، چې د برېښنايي ارې له ماشين څخه جوړ شوي دي. تر اوسه په کې اويا زره افغانۍ لګېدلې او ټاکل شوې چې الوتکه د لسو زرو نورو افغانيو په لګښت سره په شپږو راتلونکو مياشتو کې بشپړه شي.