کندهار-اسعداباد (پژواک ٢٨ غويى ٩٣): د کندهار ولايت په دامان ولسوالۍ کې د پوليسو په خپلمنځي نښته کې دوه پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضياء درانى يواځې د پېښې پخلى کوي، خو په اړه يې نور جزئيات ور نه کړل.
هغه پژواک اژانس ته وويل، پوليسو د پېښې په اړه پلټنې پيل کړې او تر اوسه دا معلومه نه ده ،چې دغه پېښه څنګه شوې ده.
خو يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پېښه تېره شپه د دامان ولسوالۍ په هجران کلي کې شوې ده.
هغه زياته کړه، د دغه کلي اړوند د امنيتي پوستې څلورو پوليسو په خپلو کې شخړه کړې او وروسته يې يو پر بل ډزې کړې، چې دوه تنه په کې وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
خو طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، د دامان ولسوالۍ په هجران کلي کې ٣ پوليسو، چې له هغوى سره يې اړيکې لرلې، د پوستې د قوماندان حيات خان په ګډون ٥ تنه وژلي او وسلې يې له ځان سره وړې دي.
امنيتي چارواکي د وسله والو مخالفينو دغه ادعا نه تاييدوي.
بلخوا د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د ملکي وګړو يو ډاټسن موټر، چې له هلمند څخه کندهار ته پر لاره وه، له سړکه اوښتى او په کې سپاره ٥ تنه ټپيان شوي دي.
د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضيا درانى وايي، پېښه د ميوند په ميراخور سيمه کې د موټر چلوونکې د ګړندي تګ او بې احتياطۍ له امله شوې ده.
دى وايي، د پېښې ټپيان د پوليسو په مرسته روغتون ته رسول شوي دي.
په يوه بل پېښه کې چې د ارغستان ولسوالۍ په تحصيلدار سيمه کې شوې، پر يوه ماين خښوونکي خپل ماين چاودېدلى او د هغه دواړه لاسونه يې پرې کړي.
درانى وايي، تر پېښې وروسته ټپي وګړى تښتېدلى، خو وروسته پوليس سيمې ته تللي، هلته يې عمليات کړي او يو شمېر نور ماينونه يې هم کشف او شنډ کړي دي.
د غه راز پوليسو د کندهار ښار د دريمې او پنځمې ناحيې د منځ په ساحه کې عمليات کړي او ٢٠٧ کيلوګرامه ترياک يې نيولي دي.
د امنيه قوماندانۍ د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې مسوول اسماعيل غوثي پژواک اژانس ته وويل چې نشه يي توکي په يوه موټر کې ځاى پر ځاى شوي وو، چې په يوه کور کې ولاړ و.
هغه زياته کړه، د موټر خاوند په تېښته بريالى شوى، خو هغوى يې د نيولو لپاره هڅې پيل کړې دي.
د غوثي د معلوماتو له مخې، نيول شوي ترياک نيمروز ولايت ته لېږدول کېدل، چې د هغوى له خوا يې مخه نيول شوې ده.
د يوه بل خبر له مخې، په کونړ ولايت کې د يوې چاودنې له امله دريو زده کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د والي وياند عبدالغني مصمم پژواک ته وويل، چې دا چاودنه نن د خاص کونړ ولسوالۍ د کوزې عراضۍ په سيمه کې شوې ده.
هغه زياته کړه، چې چاودنه د پوليسو پر موټر شوې، هغوى ترې روغ وتلي، خو په لاره روان يو زده کوونکى وژل شوى او دوه ژوبل شوي دي.