اسعداباد (پژواک ٢٩ غويى ٩٣): د کونړ چارواکي وايي چې د پاکستاني ځواکونو له خوا يو ځل بيا پر دغه ولايت ١٨ توغندي توغول شوي دي.
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيـــدخېل د غويي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پاکستاني ځواکونو له بېګا راهيسې ياد توغندي پر سرکاڼو ولسوالۍ توغولي دي.
هغه زياته کړه، چې په دغو بريدونو کې چا ته ځاني زيان نه دى اوښتى، خو د خلکو کروندې او طبيعي ځنګلونه يې زيانمن کړي دي.
نوموړی وايي، که چېرې د دغو بريدونو مخه ونه نيول شوه، نو د کونړ د سرحدي سيمو خلک به له ډېرو ستونزو سره مخ شي.
دغه بريدونه په داسې حال کې شوي، چې نن په کابل کې د افغانستان، پاکستان او ناټو د پوځي چارواکو ترمنځ پر سرحدي ستونزو درې اړخيزه غونډه هم جوړه شوه.
له تېرو دوو کلونو راهيسې د پاکستاني ځواکونو له خوا په پرله پسې توګه د کونړ پر سرحدي سيمو بريدونه کېـږي، چې له امله يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او سلګونه کورنۍ کډوالې شوې دي.