لښکرګاه (پژواک۳۰ غويى ۹۳): د هلمند چارواکي وايي، د وسله والو هغه پلانونه يې شند کړي، چې غوښتل يې په دغه ولايت کې دويم پړاو ټاکنې ناامنې کړي.
د هلمند امنيتي چارواکو دغه څرګندونې د غويي په٣٠مه په هغې امنيتي غونډه کې وکړې، چې د دغه ولايت والي او امنيتي چارواکو په کې ګډون درلود.
دغه چارواکو وايي، وسله والو د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو د مخنيوي لپاره بېلابېل پلانونه درلودل، چې مخنيوى يې شوى دى.
د هلمند والي تورن جنرال محمدنعيم په دې غونډه کې وويل، په همدې موخه په بېلابېلو سيمو کې عمليات شوي، چې ګڼو وسله والو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
والي د دغه ولايت اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ، چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د خپلې خوښې نوماند ته رايه ورکړي.
د هلمند د ملي امنيت رييس تورن جنرال محمدنعيم مومن وويل، د دوى د معلوماتو له مخې وسله والو د دويم پړاو ټاکنو د مخنيوي په موخه بېلابېل پروګرامونه جوړ کړي وو.
نوموړي زياته کړه: ((تر دې مهاله موږ په بېلابېلو عملياتو کې ۱۷ لاسته راوړنې لرو، وسله والو طالبانو غوښتل د راتلونکو ټاکنو مخه ونيسي خو اقدام مو وکړ او پلانونه يې شنډ شول.))
هغه په دې تړاو نور توضيحات ورنه کړل.
نوموړي وويل، د ټاکنو د خونديتوب لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
دغه راز د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر پاسوال نصرالله ګرمسېر وويل، تېرو تجربو ته په کتو سره به وکولى شي، چې په ښه ډول سره د يادې پروسې ساتنه وکړي.
هاخوا د ۲۱۵ ميوند قول اردو مرستيال بريد جنرال غلام فاروق پرواني وويل، له ټولو امنيتي ارګانونو سره ښه همغږي لري او وسله وال نه شي کولاى د ټاکنو پروسه ناامنه کړي.
ده وويل: ((تېر ځل هم وسله والو په ټاکنو کې مراعات نه و کړى او دغه ځل يې هم نه کوي خو موږ يې مخنيوى کوو.))
نوموړي زياته کړه، چې وسله والو طالبانو اوس يوازې د ماين چاودنو او په غلچکي بريدونو سره خپل شتون ښيي او د جګړي توان نه لري.
بلخوا د هلمند د ټاکنو خپلواک کمېسيون رييس قدرت الله نقشبندي وويل، دوى پوره چمتووالى لري او له امنيتي ارګانونو سره يې خپل پلانونه شريک کړ ي دي.
د يادولو ده، تېر ځل هم په هلمند کې د ټاکنو پر مهال د پام وړ امنيتې پېښې نه دې رامنځته شوې.
ټاکل شوې دويم پړاو ټاکنې د غبرګولي په ٢٤مه ترسره شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP