کلات ( پژواک ٣٠ غويى ٩٢): د زابل ولايت د مرکز اړوند په نورک سيمه کې نن غرمه مهال د چاودنې له امله د ښوونځي يو زده کوونکى وژل شوى او اته نور ټپيان دي.
د زابل د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال غلام جيلاني فراهي ، پژواک خبري اژانس ته وويل،چې د ښوونځي زده کوونکي له ښوونځي څخه خپلو کورونو ته روان وو،چې ياده چاودنه رامنځته شوه .
د هغه په وينا،دغه چاودنه د هغو ناپېژانده توکيو له امله رامنځته شوې ،چې زده کوونکو پر لاره موندلي وو.
وسلوالو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي،خو د فراهي په خبره دغه چاودېدونکي توکي د دولت وسلوالو مخالفينو پر ياده لاره ايېښي وو.
د زابل د مرکزي روغتون يو ډاکټر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ياده چاودنه کې ټپي شوي زده کوونکي چې له ٨ تر ١٤ کلونو عمرونه لري، دې روغتون ته وروړل شوي دي.
د ده په وينا، له ټپيانو څخه درې تنه چې روغتيايي وضعيت يې د اندېښنې وړ و، د درملنې لپاره کندهار ته لېږدول شوي او پاتې نور په همدې روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
Views: 0
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP