اسعداباد (پژواک ٣١ غويى ٩٣): د کونړ چارواکي وايي چې د وسله والو له خوا په يوه توغنديي بريد کې دوه تنکي ځوانان وژل شوي دي.
د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د غويي په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن له غرمې وروسته شاوخوا يوه نيمه بجه رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې د وسله والو مخالفينو له خوا توغول شوى توغندى په مروره ولسوالۍ کې د سيند ترڅنګ لګېدلى چې له امله يې دوه تنکي ځوانان وژل شوي دي.
د نوموړي په وينا، وژل شوي د ښوونځي د شپږم او اتم ټولګي زده کوونکي او عمرونه يې د ١٤ او ١٦ کلونو ترمنځ دي.
دى وايي چې پوليسو په سيمه کې پلټنې پيل کړې دي.
وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.