Language

غزني کې چاودنې٩ تنه ټپيان کړل

لومړى  تعقيب ، غزني(پژواک د غبرګولي لومړۍ نېټه٩٣):د غزني چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د يوې چاودنې له امله د ملي اردو د درې  سرتېرو په ګډون ٩ تنه ټپيان شول.

د غزني د والي وياند شفيق ننګ د غبرګولي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن يولس نيمې بجې د غزني ښار د ” فرخي” په څلورلارې کې چاودنه وشوه.

ننګ وويل، پېښه په يوه باسيکل کې د ځاى پر ځاى شويو  چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځ ته شوه ، چې د ملي اردو درې سرتېري او د يوې مېرمنې په ګډون ٦ تنه ولسي وګړي په کې  ټپيان شول.

د غزني د عامې روغتيا روغتون چارواکو په وينا، له دغې پېښې ورته ٨ ټپيان ور وړل شوي دي.

د پېښې عيني شاهدان وايي، سيمه د افغان پوځيانو له لوري  کلابنده ده او ويل کېږي ، چې دلته يو بل ماين هم ځاى پر ځاى شوى دى.