غزني(پژواک،د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩٣):چارواکي وايي، چې په غزني ولايت کې د بهرنيو وسله والو شمېر ډېر شوى دى.
د ولايتي چارواکو په وينا،په دغو جنګياليو کې عرب، وزيرستاني او پاکستاني وسله وال شامل دي، چې په دې وروستيو کې يې پر افغان پوځيانو بريدونه ډېر کړي دي.
د غزني د اندړو ولسوال محمد قاسم دېسيوال پژواک ته وويل، په دې وروستيو کې په دغه ولسوالۍ کې د طالبانو په ليکو کې بهرني جنګيالي ليدل شوي دي.
ولسوال وايي:(( داسې خلک راغلي، چې هېڅوک يې په ژبه نه پوهېږي، عرب، پاکستاني او وزيرستاني په کې ډېر دي.))
نوموړي زياته کړه، دغو بهرنيو جنګياليو له وسله والو طالبانو سره په ګډه پر افغان پوځيانو او پوستو بريدونه ډېر کړي دي.
د دېسيوال په خبره:((دغه وسله وال د خلکو کورونو ته ننوځي. په زور له ځايي خلکو ډوډۍ خوري او بيا هلته شپه هم سبا کوي.))
ولسوال وايي، چې که د دغو وسله والو مخه ونه نيول شي، نو د غزني ولايت امنيت به نور هم له ګواښ سره مخ کړي.
بله خوا د غزني د قره باغ ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان محمداعظم پژواک ته وويل، چې په دې ولسوالۍ کې زياتره وسله وال پاکستاني دي.
قوماندان وويل:((دا وسله وال هر وخت د سيمه ييزو پوليسو پر پوستو بريدونه کوي. د پوليس د عملياتو پر مهال دا وسله وال د ښځو له جامو څخه په استفادې په سيمه کې ځانونه پټوي او ځينې مهال تګ راتګ هم د ښځو په چادريو کې کوي.))
د سيمه ييزو پوليسو ياد قوماندان د دې پوښتې په ځواب کې ، څنګه پوه شوې ، چې ستاسو په ولسوالۍ کې بهرني جنګالي شته دي؟، وويل: ((يو خو استخباراتي معلومات دي او بل دا چې د جګړې پر مهال کله، چې د دوى جسدونه په سيمه کې پاتې وي، ډېر يې بهرنيان وي .))
د غزني والي موسى خان اکبرزاده پژواک ته ومنله ، چې په دغه ولايت کې بهرني وسله وال زيات شوي دي.
والي په دغه ولايت کې د بهرنيو وسله والو د شمېر په تړاو څه ونه ويل، خو يادونه يې وکړه : ((اصلاً دا جنګ هم بهرنى دى،چې جنګېږي هغوى هم بهرنيان دي، نو خلک بايدپه دې پوه شي.))
که څه هم د غزني ولايت يو شمېر اوسېدونکي په دې تړاو له څه ويلو ډډه کوي ، خو د قرباغ ولسوالۍ د “ميرخان” د سيمې يواوسېدونکي جان محمد پژواک ته وويل :(( په خپلو سترګو مې ليدلي،چې پاکستاني طالبان مو سيمې ته راغلي وو. خلک يې په ژبه هم نه پوهېدل، کله به يې به اردو او کله به يې په بله ژبه خبرې کولې.))
جان محمد تاييد کړه ، چې په سيمه کې يې وسله وال په زور د خلکو کورونو ته ننوځي، خو په دې تړاوو يې ډېر څه ونه ويل.
په غزني کې د ٢٠٣ قول اردو د درېيمې لوا وياند نظيف الله سلطاني پژواک ته وويل، په دې وروستيو کې رښتيا هم د بهرنيو شمېر ډېر شوى دى.
سلطاني وويل: (( زموږ راپورونه دا دي، چې د تېرو دوو مياشتو راهيسې مو د غزني په بېلا بېلو سيمو کې د عملياتو پر مهال تراوسه ٦٠ پاکستانيان وژلي دي.))
سلطاني تېره اوونۍ هم ويلي و، چې په غزني کې د “فېروز” په نوم پيل شويو عملياتو کې يې زيات شمېر بهرني وسله وال وژلي دي .
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا د غزني ولايتي چارواکو دا راپورنه رد کړل، چې د وسله والو په ليکه کې بهرني وسله وال شتون لري او د خلکو په کورنو کې پټيږي.
مجاهد وويل: (( دا د دولت تبليغات دي. زموږ په منځ کې هيڅ بهرنى وسله وال نشته.))
هغه زياته کړه، اوسمهال د طالبانو په ليکو کې ټول وسله وال افغانان دي او د ده په وينا، اړتيا نلري ، چې بهرني وسله وال ورسره يوځاى شي.