کندهار ( پژواک د غبرګولي لومړۍ نېټه، ٩٣ ) : د کندهار د برېښنا رياست چارواکي وايي، چې د کجکي بند د يوه توربين د خرابېدو له امله د برېښنا جريان ټکنى شوى، چې د هوا له ګرمېدو سره يې د خلکو ستونزې زياتې کړې دي.
د کندهار د برېښنا رييس انجنير سيد رسول وايي، د هلمند د کجکي بند د دوو توربينونو په لرلو سره ٣٢ ميګاواټه برېښنا توليدوي، چې د يوه تور بين په خرابېدو سره اوسمهال د برېښنا د توليد کچه ١٦ مېګاواټه ته را ټيټه شوې ده.
هغه زياته کړه، د دغې ستونزې له امله نه يواځې په کندهار، بلکې په هلمند کې هم برېښنا کمه شوې، چې د هوا له ګرمېدو سره د خلکو ستونزې هم زياتې شوې دي.
خو نوموړي خبر ورکړ، چې د توربين د جوړېدو په موخه لاس په کار شوي او تر راتلونکو څو ورځو پورې به دغه توربين ورغول شي.
د برېښنا رييس وايي، تر دې وړاندې چې به توربين کومه ستونزه پيدا کوله، نو پرزې به يې د جوړولو لپاره چين يا پاکستان ته لېږدول کېدلې، خو اوس يې په دې برخه کې يو تن روزلى او هغه دا وړتيا لري ، چې خرابې شوې پرزې ورغوي.
د ده په خبره، تر هغه چې توربين رغول کېږي، د شته ١٦ مېګاواټه برېښنا ١٢ مېګاواټه يې په نوبتي شکل د سهار له ٨ بجو د ماښام تر ٨ بجو کندهار ته ورکول کېږي او له پاتې ٤ مېګاواټه برېښنا څخه په هلمند کې استفاده کېږي.
په عادي حالت کې د کجکي بند له برېښنا ١٢ مېګاواټه يې کندهار ولايت ته ورکول کېږي او پاتې ٢٠ مېګاواټه يې په هلمند ولايت کې کارول کېږي.
د کندهار د برېښنا رييس وايي، له ستونزو سربېره يې هڅه دا ده ، چې کسب کارانو، ښوونځي او کورونو ته د اړتيا وړ برېښنا ورسوي.
هغه زياته کړه، په دې برخه کې د کندهار صنعتي پارک له هغې ١٠ مېګاواټه برېښنا څخه ګټه اخلي، چې د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې ورته د جنراتورونو پر مټ چمتو شوې ده.
د نوموړي په وينا، درې کاله مخکې د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې په مرسته د کندهار ښار په دوو برخو ښورندام او باغ پُل کې د لس- لس مېګاواټه په اندازه ډېزلي جنراتورونه نصب شول، چې د درېيو کلونو لپاره يې تېل د امريکا د نظامي انجنيرينګ کمپنۍ او يو ايس اې اډي ادارو له خوا ورکول کېدل.
دى وايي، د شوي تړون له مخې ، د تېلو ورکولو وخت د ٢٠١٣ کال د ډسمبر مياشت وه، خو د هغوى د هلو ځلو په پايله کې يې د تېلو ورکولو وخت د نوي ٢٠١٤ کال تر پايه غځولى دى.
خو هغه وويل ، د برېښنا د ستونزې د حل په موخه په پلان کې لري، چې صنعتي پارک ته د لمرېزې برېښنا د چمتو کولو تر څنګ په دهلې بند کې د ١٠ مېګاواټه برېښنا د توليد امکانات برابر کړي.
د برېښنا رييس زياته کړه: ((په روان کال کې د صنعتي پارک لپاره د ١٦ مېګاواټه لمريزې برېښنا پر چمتو کولو کار کوو او تر هغه چې د امريکا د پرمختيايي ادارې له خوا د تېلو ورکولو وخت پاى ته رسېږي، صنعتي پارک بايد بديله برېښنا ولري.))
دى وايي، دغه راز د کندهار له دهلې بند څخه هم د ١٠ مېګاواټه برېښنا د توليدولو پر پلان کار کوي، چې په دې برخه کې يوه مياشت مخکې د برېښنا وزير عارف نورزى کندهار ته راغلى و، تر څو د د هلې بند دېوالونه تر اتو مترو لوړ شي، چې هم به د اوبو د ډېرېدو او هم د برېښنا د توليد امکانات برابر شي.
د کندهار ښار اوسېدونکي وايي، چې يو خو له لويه سره په دغه ولايت کې برېښنا کمه ده او بل تل د هوا له ګرمېدو سره شته برېښنا هم ټکنۍ کېږي، چې د هغوى ژوند يې له ستونزو سره مخ کړى دى.
د کندهار ښار د ميرويس مېنې اوسېدونکى عزت الله وايي، حکومت په تېرو ١٣ کلونو کې د کندهار د برېښنا ستونزه هواره نه کړه، په داسې حال کې چې په اوسنيو شرايطو کې له برېښنا پرته ژوند ډېر ستونزمن دى.
هغه زياته کړه، له هغې ورځې چې د کجکي بند توربين خراب شوى، برېښنا نوره هم ورسره کمه شوې ده، په داسې حال کې چې هوا ورځ تر بلې ګرمېږي، په اته څلوېښت ساعتونو کې يواځې څو ساعته برېښنا لري، چې د اوبو رايستلو او نورو ضروري کارونو لپاره ورڅخه استفاده کوي.
نوموړي د برېښنا له چارواکو وغوښتل ، چې په دغه ولايت کې دې په اساسي توګه د برېښنا د چمتو کولو غم وخوري.
کندهار په عادي حالت کې ١٥٠ ميګاواټه برېښنا ته اړتيا لري، خو هغه مهال چې د کجکي بند په توربينونو او جنراتورونو کې ستونزه نه وي، په ولايت کې يواځې ٤٠ مېګاواټه برېښنا وي، چې ١٠ مېګاواټه يې د ښوراندام له ډېزلي جنراتورونو، ١٠ مېګاواټه د باغ پُل سيمې له ډېزلي جنراتورونو، ٨ مېګاواټه د برېښنا کوټ او ١٢ مېګاواټه د هلمند د کجکي له بند څخه تر لاسه کېږي.