Language

نهه وسله وال د خپل ماين چاودنې وژلي

اسعداباد (پژواک، ٣ غبرګولى ٩٣): په کونړ ولايت کې نهه وسله وال د خپل ماين چاودنې وژلي دي.

په دغه ولايت کې د ملي اردو د ٢٠١ قول اردو د دويمې پلې لوا وياند جګړن هارون يوسفي د غبرګولي په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېره شپه ١١ بجې  رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې وسله والو مخالفينو د دانګام ولسوالۍ د درګو په سيمه کې د سړک پر غاړه ماين ځاى پر ځاى کاوه، چې پرې  چاودېدلى دى.

د يوسفي په وينا، په دې چاودنه کې ٩ وسله وال وژل شوي دي.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي، چې په دې چاودنه کې يواځې دوه طالبان وژل شوي او يو بل ژوبل دى.