فيض اباد (پژواک ٤ غبرګولى ٩٣): طالبانو د بدخشان د يمګان ولسوالۍ د نيولو پر مهال ٢٣ نيول شوي پوليس خوشې کړي دي.
وسله والو طالبانو د ځايي چارواکو او سيمه ييزو پوليسو په ګډون ٢٧ تنه چې په يوه مغازه کې کلابند وو، درې ورځې وروسته نيولي وو.
د بدخشان امنيه قوماندان لوى پاسوال فضل الدين عيار پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن يې ٢٣ تنه د خلکو او ځايي مشرانو په منځګړيتوب راخوشې کړي دي.
هغه زياته کړه، چې لا هم څلور تنه د وسله والو په ولکه کې دي او د خوشې کولو هڅې يې دوام لري.
امنيه قوماندان د خوشې شوو د هويت په اړه څه ونه ويل.
د يمګان ولسوال نوروزمحمدحيدري وويل، چې د خوشې شوو په ډله کې سيمه ييز پوليس، د کليو(قريه جات ) مدير او د ولسوالۍ ځينې کارکوونکي شامل دي، چې د خلکو په مرسته له شکنجې او ځور پرته خوشې شوي دي.
د بدخشان د والي وياند نويد فروتن وويل، چې د دغو کسانو له ډلې څلور يې تر اوسه د ناڅرګندو دلايلو له مخې دولتي لوري ته نه دي سپارل شوي او د خوشې کولو لپاره يې هڅې روانې دي.
طالبانو ويلي وو، چې د بنديانو په ډله کې د استخباراتو مرستيال، د عبدالمبين په نوم د اربکيانو يو قوماندان او د يمګان ولسوالۍ د محبس مدير شامل دي.
تر دې وړاندې امنيتي چارواکو ويلي وو، چې طالبانو دغه کسان له پنځو پيکاوو، يوې دهشکې او څو ميله کلاشينکوفونو سره نيولي او د يمګان ګاوڼدې ولسوالۍ جُرم ، خستک سيمې ته يې لېږدولي وو، چې د خلاصون لپاره يې عمليات پيل شول.
يمګان ولسوالۍ پنځه ورځې مخکې د طالبانو لاس ته ورغله او تېره ورځ د کورنيو چارو وزارت د ځانګړو قطعو او دفاع وزارت د کومانډويانو د عملياتو په ترڅ کې بېرته تر دولتي واک لاندې راغله.
امنيتي چارواکي وايي، چې د يمګان په بېرته نيولو کې ٢٥ وسله وال مخالفين او اته پوليس وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي، خو طالبانو خپله مرګ ژوبل کمه ښودلې او د دولتي لوري يې ١٦ تنه ښودلې ده.
يمګان د فيض اباد په ١٥٠ کيلومترۍ کې له جرم او کران ومنجان ولسوالۍ سره پر پوله موقعيت لري .