ميدانښار-سرپل-هرات،تالقان(پژواک ٤ غبرګولى ٩٣): چارواکي وايي، چې د بېلابېلو پېښو او عملياتو په ترڅ کې٦ وسله وال وژل شوي،٢ افغان سرتېري او ١٣ طالبان ټپيان او پنځه نور نيول شوي دي.
چارواکي وايي، دا پېښې او عمليات د ميدان وردګو، سرپل او هرات ولايتونو په بېلابېلو سيمو کې ترسره او رامنځته شوي دي.
د ملي امنيت عمومي رياست د غبرګولي په٤مه پژواک ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې په هرات ولايت کې يې پنځه تنه په ځينو پېښو کې د لاس لرلو په تور نيولي دي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه کسان يې په شينډنډ ولسوالۍ کې نيولي، چې په ورانکارو فعاليتونو او انسان تښتونو کې لاس لري.
سرچينې د دغو کسانو د نيولو دقيقه نېټه نه ده ښودلې.
د ميدان وردګ د والي وياند عطاالله خوږياڼي د غبرګولي په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دايميردادو، سيداباد او نرخ ولسواليو کې د عملياتو او ماين چاودنې په ترڅ کې د يوه طالب قوماندان په ګډون ٣ وسله وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي.
د والي وياند وايي، د افغان ګډو ځواکونو دغه عمليات تېره شپه د سيداباد د “تنګي” او د نرخ ولسوالۍ د “درانيو” په سيمو کې ترسره شوي دي.
خوږياڼى وايي، په دايميرداد ولسوالۍ کې بيا د ماين په يوې چاودنه کې دوه سرتېرې ټپيان شوي، چې اوس يې روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.
ها خوا د سرپل ولايت چارواکي وايي، چې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې يې درې وسله وال وژلي او شپږ نور يې ټپيان کړي دي.
د دغه ولايت د امنيت امر او د امنيه قوماندانۍ سرپرست سمونوال سخي داد حيدري پژواک ته وويل، چې دغو وسله والو ته يې تېره ورځ ناوخته د کوهستانات په ولسوالۍ کې مرګ ژوبله اړولې ده.
هغه وويل: ((نښته هغه مهال رامنځته شوه، چې زموږ سرتېري په سيمه کې د عملياتو په حال کې وو او مرګ ژوبله نه ده وراوښتې.))
حيدري وايي، له څه مودې راهيسې يې په دې ولسوالۍ کې د ټاکنو د ښو ترسره کېدو په موخه عمليات پېل کړي، چې لا هم روان دي.
هغه وايي، د دغو عملياتو په ترڅ کې يې وسلې او مهمات هم نيولي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې، د تخار امنيتي چارواکي وايي، نن له غرمې وروسته يوه نيمه بجه د تالقانو ښار د ابو عثمان لېسې مخکې په يوه چاودنه کې درې زده کوونکې ټپيانې شوې.
د ياد ولايت امنيه قوماندانۍ وياند سمونيار عبدلخليل اسير پژواک ته وويل،دا پېښه په يو موټرسايکل کې د ځاى پر ځاى شوو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځ ته شوه.
هغه زياته کړه ، وسله وال غواړي، چې په خلکو کې وېره خپره کړي؛ ځکه په دې سيمه کې نه د پوليسو حوزه ده او نه هم د پوليسو تګ راتګ. پر دې لار، د ښوونکو د روزنې مرکز، د بي بي حوا د نجونو لېسه، د پوهنې رياست، شپې لېسه او د ابوعثمان لېسه پرته ده.))
په همدې مهال د تخار د ولايتي روغتون مشر ډاکټر کرام الدين وکيل زاده پژواک ته وويل، چې د پېښې له سيمې څخه دغه روغتون ته درې ټپي نجونې راوړل شوې دي.
وکيل زاده وايي، د دغو نجونو عمرونه د ۹ او ۱۱ کلونو ترمنځ دي، چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دي.
Views: 0
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP