Language

په کندهار کې له خبريالانو سره د پوليسو او چارواکو ناسم چلند وغندل شو

 کندهار(پژواک ٥غبرګولى ٩٣):کندهار پريس کلب او يو شمېر نورو ټولنو په دغه ولايت کې له خبريالانو سره د پوليسو او چارواکو د تېرې ورځې ناسم چلند غندلى او د خبريالانو د حقونو د خونديتوب غوښتنه کوي.

 تېره ورځ د کندهار ښار د اتمې حوزې پر امر د ځانمرګي بريد په سيمه کې پوليسو له خبريالانو سره ناوړه چلند کړى او هغوى يې ګواښلي ، دغه راز د کندهار د ميرويس روغتون اداري مدير بيا د ټېلېفون له لارې خبريالانو ته سپکې سپورې ويلې دي.

 کندهار پريس کلب د يوې اعلاميې په خپرولو له خبريالانو سره د پوليسو او چارواکو ناسم چلند غندلى او په دې اړه د پلټنې غوښتنه کوي.

 له کندهار پريس کلب څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نه يواځې پوليسو خبريالان د خپل کار پر مهال ګواښلي، بلکې د ميرويس روغتون اداري مدير د شمشاد ټلوېزيون خبريال احمد لودين ته سپکې سپورې ويلې دي.

 سرچينې د پوليسو او د روغتون د چارواکو دا ډول نامسلکي چلند غندلى او پر دولتي چارواکو يې غږ کړى، چې د هېواد د اساسي قانون او د رسنيو د قانون د حکم پر اساس معلوماتو ته د خلکو د لاسرسي په برخه کې له خبريالانو سره مرسته وکړي.

 د کندهار تر څنګ د زابل، اروزګان او هلمند خبريالانو، د ژورناليستانو ملي اتحاديې، د  افغانستان له ازادو رسنيوڅخه د ملاتړ ادارې (نى) او يو شمېر نورو مدني ټولنو هم د خبريالانو ګواښل او له هغوى سره ناسم چلند کول غندلي دي.

 دغو ټولنو او بنسټونو له دولتي چارواکو غوښتي، چې له ژورناليستانو سره مسلکي چلند وکړي او د هغوى د حقونو د خونديتوب لپاره کار وکړي.

 په کندهار کې د شمشاد ټلوېزيون خبريال احمد لودين پژواک ته وويل، چې تېره ورځ يې د کندهار ښار د اتمې حوزې پر امر تر بريد وروسته روغتون ته زنګ وهلى او له هغوى يې د پېښې د ټپيانو په اړه معلومات غوښتي، خو هغوى ورته سپکې سپورې ويلې دي.

 هغه زياته کړه: ((د ميرويس روغتون د اداري مدير چلند په بشپړه توګه يو نا انساني چلند و، هغه د دې پر ځاى چې معلومات راکړي، په ډېره تونده لهجه يې سپکې سپورې راته وويلې.))

 دى وايي، په دې وروستيو کې په کندهار کې خبريالان له راز راز ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او چا يې هم د حل هڅه نه ده کړې.

 په کندهار کې مېشت يو بل خبريال صديق الله افغان هم وايي، چې چارواکي د پېښو پر مهال خبريالانو ته معلومات نه ورکوي او په ډېرو مواردو کې يې د کار مخه نيول کېږي.

 هغه د ژورناليستانو له ټولنو او مدني بنسټونو څخه وغوښتل، چې د خبريالانو د ستونزو د حل لپاره دې لاس په کار شي.