Language

د طالبانو په پخواني مرکز کې  فعال شوى ښوونځى د حکومت پاملرنه غواړي

غزني(پژواک ٦ غبرګولى ٩٣): د غزني په اندړو ولسوالۍ کې هغه ودانۍ،چې پخوا پکې د طالبانو مرکز و او اوس په کې ښوونځى فعال دى، د ړنګېدو له ګواښ سره مخ ده.

د غزني د اندړو د “کوټه سنکي” په سيمه کې د انصاري په نامه دا ښوونځى، چې يوکال مخکې ترې طالبانو د مرکز په توګه ګټه اخيسته، اوس هم خوندي نه دى.

د دې لومړني ښوونځي يو شمېر ښوونکي وايي، چې ودانۍ د ړنګېدو له خطر سره  سره، لا هم ورته دولت پاملرنه  نه کوي او طالبان يې هم وخت ناوخته تدريسي بهير څاري.

دا ښوونځى څو ړنګې او مرمۍ خوړلې خونې لري،کړکۍ يې ښيښې او دروازې يې پلې نه لري، چې د باد او باران پر مهال يې زده کوونکي رخصتي کوي.

د ياد ښوونځي سر ښوونکي غلام دستګير پژواک ته وويل، چې په تدريسي برخه کې هم ډېرې  ستونزې لري.

هغه وايي: (( په ۱۳۷۹ لمرېزکال کې مو دغه ښوونځى په خپله جوړ کړ، بيا د طالبانو له وېرې بېرته وتړل شو او هغوى په کې مرکز جوړ کړ . يو کال مخکې يې بېرته خوشې کړ او  بېرته مو په کې ښوونځى فعال کړ.))

هغه وايي، د دې ښوونځي ودانۍ د ړنګېدو له خطر سره مخ ده او نورې اسانتياوې هم نه لري، چې د ده په وينا، له غوښتنې سره سره يې ولايتي ادارې غم نه دى خوړلى.

سر ښوونکى وايي: ((ښوونځي ته مو طالبانو پلاوى رالېږي، کتابونه او تدريسي بهير  مو څاري او د ديني کتابونو پر زيات تدريس ټينګار کوي.))

هغه وايي، چې د طالبانو له دې فشارونو سره سره دوى د حکومت له درسي موادو څخه ګټه اخلي او د پوهنې وزارت چاپ کړي کتابونه تدريسوي.

د ښوونځي په يوه ويجاړه خونه کې سپينه لنګۍ تړلى يو ښوونکى، چې  ديوال ته اېښې تورې تختې ته د تدريس لپاره ولاړ دى، زده کوونکو ته د ضرب طريقه تکراروي.

د عبدالله په نامه دې ښوونکي پژواک ته وويل، ښوونځى يې تر سلو ډېر زده کوونکي لري؛خو هيڅ ډول اسانتياوې ورته نه دي برابرې.

هغه وايي: (( په دې سيمه کې خلک غريب دي ، ماشومان به څه زده کړي، چې نه قلم لري، نه کتابچه او نه کتاب . دا ورسره کتابونه يې هم په پيسو رانيولي دي.))

د پنځم ټولګي زده کوونکى محمدخان ، چې څه موده مخکې يې په يوه چاودنه کې پښه له لاسه ورکړې پژواک ته وويل: (( شاګردان د باران پر مهال کورنو ته ځي، ځکه د ښوونځي د رالوېدو وېره شته .))

په اندړو ولسوالۍ کې د انصار ښوونځي په څېر ځينې نور هم ودانۍ نه لري او د ښوونځيو شمېر هم په کې لږ دى .

د دې ولسوالۍ د “شش کلا” سيمې يوه اوسېدونکي عبدالخالق پژواک ته وويل، دوه زامن يې له ښوونځي بې برخې پاتې دي.

دى وايي: (( ښوونځى ډېر لر‌ې دى، د ډېرو خلکو بچيان له زده کړو پاتې دي.))

د اندړو ولسوالۍ د پوهنې مدير تازه ګل ننګيال ومنله، چې د اندړو په ولسوالۍ کې٥٠ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري او ډېرو ښوونځيو ته درسي کتابونه هم نه دي  رسېدلي.

هغه وايي ، په اندړوکې ټول ۴۷ ښوونځي دي، چې دامهال په کې ۲۷ زره  زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، خو د ښوونکوتشکيل يې ډېر کم دى.

د ننګيال په خبر، د اندړو ولسوالۍ د پوهني ستونزې يې د غزني د پوهنې له رياست سره  شريکې کړي  او ښايي ډېر ژر حل شي.

هغه په دې اړه څه ونه ويل، چې طالبان په دې ولسوالۍ کې د يو شمېر ښوونځو درسي بهير څاري او که نه؟

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې دوى له ښوونځيو څخه د څار يو ځانګړى کمېسيون لري، چې په وينا يې تدرسي بهير يې څاري.

د مجاهد په وينا، تراوسه يې په يوه ښوونځي کې هم د انګليسي په ګډون د هيڅ مضمون د تدريس د مخنيوي غوښتنه نه ده کړې، خو د ديني مضامينو د زياتېدو غوښتنه يې کړه ده.

دغه راز د غزني د پوهنې رييس محمدعابد عابد وايي، چې د اندړو تر څنګ په غزني کې له نيمايي ډير ښوونځي ودانۍ نه لري.

هغه پژواک ته وويل: (( وزارت ته مو وړاندېز کړى، چې ښوونځيو ته مو ودانۍ جوړې کړي.))

د پوهنې رييس وايي، چې د کتابونو ستونزه به هم ډېر ژر هواره شي، خو هغه ښوونځي چې ودانۍ نه لري، هغوته يې خيمې په پام کې نيولې دي.

د پوهنې وزارت چارواکي وايي، چې په تدريجي ډول په ټول  هېواد کې هغو ښوونځيو ته چې ودانۍ نه لري ، ودانۍ جوړوي .

ددغه وزارت د نشراتو رييس او وياند کبېرحقمل پژواک ته وويل: ((موږ هرکال په ټول هېواد کې د  ١٠٠٠ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړو؛ نو د کار د زياتوالي او بوديجې د کموالي له امله تر دې ډېر نشو  جوړولى.))

په غزنې کې د ځينو ښوونځو لپاره د ودانيو د نشتوالي خبر په داسې حال کې دى، چې د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې٤٠ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري.

دغه وزارت وايي، چې په راتلوونکو کلونو کې به ددغو ټولو ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې کړي.

Related Topics