Language

اسعداباد (پژواک٧غبرګولى٩٣): د کونړ چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د نړيوالو ځواکونو په هوايي بريد کې د يوه قوماندان په ګډوڼ پنځه وسله وال وژل شوي دي.

د کونړ امنيه قوماندان عبدالحبيب سيدخېل د غبرګولي په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن له غرمې وروسته د دانګام ولسوالۍ اړونده د ساه بندي په سيمه کې، نړيوالو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په بمبار کې پنځه وسله وال وژلي دي.

نوموړي زياته کړه، په وژل شويو کې د قاري عبدالقيوم په نوم د وسله والو طالبانو يو قوماندان هم شامل دى.

په دې اړه تراوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.