کندهار ښار (پژواک ٨ غبرګولى ٩٣): په کندهار ښار کې چاودنې څلورو پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضياء دراني د غبرګولي په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن سهار شاوخوا ٧ بجې او ٤٥ دقيقې د څلورمې امنيتي حوزې اړوند د لويې ويالې د نري پول په سيمه کې هديرې ته څېرمه شوې ده.
هغه زياته کړه، چې پوليس په دې سيمه کې پر تلاشيو بوخت وو، چې په يوه قبر کې ځاى پر ځاى شوي چاودېدونکي توکي پرې وچاودېدل.
درانى وايي چې په چاودنه کې يو پوليس وژل شوى او دوه نور ژوبل دي.
د کندهار د ميرويس روغتون يوې سرچينې پژواک ته وويل چې دوى ته له چاودنې يو جسد او څلور ټپيان ور وړل شوي دي.
د احمدالله په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل چې پوليس په سيمه کې ولاړ وو، چې ناڅاپه نږدې هديره کې چاودنه وشوه.
د نوموړي په وينا، په چاودنه کې يو شمېر پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.