کابل ( پژواک، ۱۰ غبرګولی ۹۳ ) : وسلوالو طالبانو د خپلو پنځو بندیانو د خوشې کولو په بدل کې بندي امریکایی سرتیری خوشې کړی دی.
۲۸ کلن امریکایی سرتیری بوی رابرټ برګډال څو کاله مخکې په پکتیکا ولایت کې وسلوالو طالبانو نیولی و او تر اوسه یې له ځانه سره ساتلی و.
په واشنګټن کې د سپینې ماڼۍ لخوا دغبرګولي په ۱۰مه، دهغه د خوشې کولو اعلان شوی دی، سپینې ماڼۍ ویلي، چې ولسمشر بارک اوباما د خوشي شوي بندي کورنۍ ته د هغه د خوشې کیدو خبر ورکړی دی.
بلخوا دامریکا ددفاع وزارت هم د هغه د خوشې کولو تایید کړی دی.
بلخوا غربي رسنیو خبر ورکړی، چې وسلوالو طالبانو له ګوانتانامو څخه د خپلو پنځو بندیانو د خوشې کولو په بدل کې یاد امریکایی سرتیری خوشې کړی دی.
سرچینې زیاته کړې، چې د بندیانو دغه تبادله دقطر په منځګړیتوب ترسره شوی دی او خوشې شوي طالبان قطر ته رسول شوي، چیرته به د قطر لخوا دیوه کال لپاره ساتل کیږي.
راپورونه وایي چې برګډال دافغانستان په ختیځ کې د ډیورنډ لاین پولې ته څیرمه خوشې شوی، چیرته چې لسګونه ځانګړي امریکایي ځواکونه یې ترلاسه کولو ته منتظر ولاړ وو او وروسته په یوه چورلکه کې لیږدول شوی دی.
طالبانو ته نږدې سرچینې وایي چې په خوشې شویو بندیانو کې د شمال زون پخواني تنظمه رئس ملا نورالله نوري ، د ملي دفاع پخوانی لوی درستیز ملا فاضل اخند، د هرات ولایت پخوانی والي ملا خیرالله خیرخوا ، د استخباراتو لوی ریاست پخوانی مرستیال ملا عبدالحق وثیق او پوځي قوماندان ملا محمد نبي شامل دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP