بروکسل ( پژواک ۱۳ غبرګولی ۹۳ ) : د ناټو سازمان او د ایساف همکارو هیوادونو ددفاع وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه به بروکسل کې پیل شوه.
دا غونډه د دغه سازمان د سکرتر جنرال اڼدرس فوغ راسمون لخوا دیوه لنډې خبري غونډې سره پیل شوه او وروسته یې د ددفاع وزیرانو ته یې لنډه وینا وکړه.
تر هغې وروسته ژورنالستان له کانفرانس خونې وویستل شول او غونډه د بندو دروازو ترشاه به روانه وي.
د ناټو سرمنشي وویل چې په غونډه کې د ددفاعي وړتیاوو لوړولو پر اوکراین د روسیې یرغل او له هغې څخه په را پیدا شویو حالاتو هم په ځانګړې توګه خبرې کیږي.
د غونډې دویمه ورځ د افغانستان لپاره ځانګړې شوې ده، چې پکې د افغانستان د ملي دفاع وزیر جنرال بسم الله محمدي هم ګډون کوي.
دغه راز په دې غونډه کې په افغانستان کې دایساف لوی قوماندان جنرال جوزیف ډنفورډ، د ناټو ملکي استازی، او د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی هم ګډون کوي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي وایي چې د ملي دفاع وزیر به دافغان ملي ځواکونو د ستونزو، راپيښو ننګونو، د هوایي ځواک په برخه کې د شته ستونزو او په دې برخه کې د ناټو د غړو هیوادونو دهمکاریو په اړه خبرې کوي.
نوموړی وایي چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د پاتې کیدونکو امریکایي سرتیرو په اړه د ولسمشر بارک اوباما تر اعلان وروسته داغونډه ځانګړی اهمیت لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP