Language

اسعداباد(پژواک،١٣غبرګولى٩٣):د کونړ په دانګام کې د پاکستاني بريدونو له امله بې ځايه شوو کورنيو سره د لومړنيو توکو مرستې وشوې.

تر سلو ډېرو  دغو کورنيو ته  د پاکستاني پوځيانو په توغندويي بريدونو کې مالي زيانونه اوښتي او خپل کورونه يې پرېښې دي.

په کونړ کې د بېړنيو پېښو پر وړاندې د چمتوالي ادارې مشر غلام علي ثبات د غبرګولي په١٣مه پژواک ته وويل، چې همدا نن يې له سلو دغو بې ځايه شوو کورنيو سره د خوراکي او غير  خوراکي توکو  مرسته وکړه.

هغه وويل، چې دا کورنۍ د دانګام له “لوى ګوريګا” او “واړه کوريګا” سيمو  څخه  د ولسوالۍ شاوخوا سيمو ته راګډه شوې دي.

د نوموړي په وينا ، په دې مرستو کې ۲۴ کيلو وريجې، ۵ کيلو لوبيا، ۵ کيلو بوره ، ۳ کيلو غوړي، کمپلې، ترپالونه او نور د اړتيا  وړ  توکي  شامل دي.

ثبات وايي، دا مرستې د ولايت مقام، د بېړنيو پېښو پر وړاندې د چمتوالي ادارې او د کليو او پراختيا رياست  له لوري برابرې شوې دي.

د سيمې يو تن بې ځايه شوي ميرزا محمد پژواک ته وويل، چې د پاکستاني بريدونو له وېرې د ولسوالۍ نږدې کليو ته راکډه شوي.

ده وويل، چې ځينې کورنۍ په شاړو ځمکو کې اوسېږي او ځينو يې له خپلو خپلوانو سره اړولي  ، چې ټول يې مرستو ته اړتيا لري.

هغه مننه وکړه ، چې نن ورته د حکومت له لوري يو اندازه مرستې ور ورسېدې.

ده وويل: (( زموږ فصلونه پاخه پاتې شول. که د دې بريدونو مخه ونه نيول شي نو موږ به له نورو ډېرو مالي مشکلاتو سره مخ شو .))

له شاوخوا درېيو کلونو راهيسې پاکستانيو پوځيانو د کونړ پر يو شمېر سيمو په ځانګړي ډول د دانګام پر ولسوالۍ توغندويي بريدونه کوي، چې دې کار د افغان حکومت غوسه راپارولې ده.

څو ورځې مخکې تر هغه وروسته،چې پاکستانيو چورلکو په دغه ولسوالۍ هوايي بريدونه وکړل، د ملي دفاع وزير جنرال بسم الله محمدي وويل، چې ولسمشر ورته د تيارسۍ امر کړى دى.

افغان چارواکو دا هم ويلي، چې ياده مسئله به د ناټو د دفاع وزيرانو په غونډه کې هم ياده کړي.

د ناټو دا غونډه همدا نن د بلجيم په مرکز بروکسل کې پيل شوه  او د افغانستان د ملي دفاع وزير    د ګډون په موخه ورغلى دى.

Related Topics