کندهار ښار ( پژواک، ١٨ غبرګولى ٩٣ ) : وسله والو مخالفينو په کندهار ولايت کې پر کروندګرو بريد کړى او درې تنه يې وژلي دي.
د کندهار دامنيه قوماندانۍ وياند ضياء دراني د غبرګولي په ١٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا پېښه پرون ناوخته د پنجوايي ولسوالۍ د رېګ په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې ددې سيمې څلور کروندګر د ځمکې ديوې لانجې د هوارولو په موخه په کرونده کې ناست و، چې وسله والو مخالفينو پرې ډزې کړې دي.
دى وايي ، چې په دې بريد کې درې کروندګر وژل شوي او يو تن يې ترې روغ وتلى او بيا يې پوليسو ته خبر ورکړى دى.
د دراني په وينا، پوليس سيمې ته ورغلي، خو وسله وال په تېښته بريالي شوي دي.
د امنيه قوماندانۍ وياند وويل ، چې وژل شوي کسان کروندګر و او له دولت سره يې هېڅ ډول اړيکې نه درلودې.
د کندهار د والي وياند دواخان مينه پال پژواک اژانس ته وويل ، چې په وژل شويو کروندګرو کې يې يو تن احمد شاه نومېده، چې په دې وروستيو کې له بګرام زندان څخه خوشې شوى و.
وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.