ميدانښار-پل علم ، لښکرګاه (پژواک ١٩ غبرګولى ٩٣): چارواکي وايي چې په ميدان وردګو ، هلمند او لوګر ولايتونو کې د ځينو امنيتي پېښو له امله ٢٥ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک د غبرګولي په ۱۹ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه دکجکي ولسوالۍ په غورک سيمه کې د افغان ځواکونو او د دولت د وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.
دده په وينا، وسله والو طالبانو غوښتل چې د غورک په سيمه کې دسيمه ييزو پوليسو پر امنيتي پوستو بريد وکړي ، خو د پوليسو او ملي اردو ځواکونو له کمين سره مخامخ شول.
نوموړي زياته کړه، چې په دې نښته کې ١٦ وسله وال ، دوه سيمه ييز او يو ملي پوليس وژل شوي دي.
د هغه په وينا، په نښته کې يو ملکي وګړى هم وژل شوى دى. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
بلخوا د لوګر چارواکي وايي، چې ګڼ شمېر وسله والو طالبانو تېره ورځ ناوخته په څرخ ولسوالۍ کې د ملي اردو پر يوه کاروان بريد وکړ او بيا وروسته جګړه پيل شوه.
د څرخ ولسوال خليل الله کمال د غبرګولي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، په دغه بريد کې چې د شش کلا په سيمه کې شوى و، د ملي اردو د يوه بلوک قوماندان وژل شوى او درې نور سرتېري وژل شوي دي.
د هغه په وينا، په ځوابي بريد کې درې وسله وال وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
ولسوال وايي چې په يوه ساعته جګړه کې پنځه عام وګړي هم ټپيان شوي، خو دا نه ده معلومه، چې د چا پر ډزو ټپي شوي دي.
خو د شش کلا سيمې يوه اوسېدونکي عبدالرووف پژواک ته وويل ، چې په دې نښته کې يو ملکي وګړى وژل شوى او پنځه نور ټپيان دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې، په ميدان وردګو کې د ځينو نښتو پر مهال اوه وسله وال وژل شوي او څلور تنه شکمن نيول شوي دي.
د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل چې تېره شپه د جلرېز ولسوالۍ په زيولاتو سيمه کې امنيتي ځواکونو عمليات ترسره کړي دي.
هغه زياته کړه، د دغو عملياتو په ترڅ کې چې هوايي بريد هم ترسره شوى، اوه وسله وال وژل شوي چې په وژل شوو کې درې د وزيرستان اوسېدونکي او دوه يې قوماندانان دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن