ترينکوټ (پژواک ١٩ غبرګولى ٩٣): د اروزګان ولايت په مرکزي زندان کې لسګونو بنديانو د مسوولينو د ناسم چلند له امله اعتصاب کړى دى.
په ترينکوټ ښار کې د مرکزي زندان يوه بندي چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، د غبرګولي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د زندان مسوولين له بنديانو او د دوى له پايوازانو سره ناسم چلند کوي.
سرچينې زياته کړې، چې د زندان ساتونکي دوى او پايوازانو ته سپکې سپورې وايي.
نوموړي ادعا وکړه، چې د اعتصاب کوونکو شمېر ١٥٠ تنه دى او د زندان د مسوول د لرې کولو غوښتنه يې کوله.
دوى ګواښ کاوه، که چېرې يې غوښتنې ونه منل شوې نو خپل اعتصاب ته به ادامه ورکړي.
د اروزګان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون مشر ډاکټر عبدالغفار ستانکزي چې په زندان کې د بنديانو ليدو ته تللى و، پژواک ته د بنديانو اعتصاب تاييد کړ.
خو هغه زياته کړه، چې يو شمېر سياسي زندانيان د اعتصاب کوونکو مشري کوي، نو ځکه تر اوسه سمه نه ده معلومه چې د دوى اصولي موخه څه ده.
د ترينکوت د مرکزي زندان مسوول ډګرمن بسم الله خان اعتصاب مني او زياتوي چې شمېر يې ٢٨ تنه دى.
هغه د بنديانو ادعا رد کړه او ويې ويل چې دوى له قانون سره سم له بنديانو سره ښه سلوک کوي.
د نوموړي په وينا، ډېرى اعتصاب کوونکي سياسي بنديان دي او غواړي د ټاکنو پر مهال پوليس په دې بهانه بوخت وساتي.