کندهار ښار ( پژواک ٢٠ غبرګولى ٩٣ ) : په يوه وسله وال بريد کې د کندهار پوهنتون يو استاد ټپي او ٣٤ نور تښتول شوي دي.
دغه پېښه د غبرګولي په ٢٠مه، تر غرمې مخکې د کابل – کندهار پر لويه لاره د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر سرپرست دواخان مينه پال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه استادان د څلور نيم مياشتنۍ ازموينې وروسته د رخصتيو په موخه خپلو کورونو ته روان وو.
هغه زياته کړه، چې د پوهنتون ٣٥ تنه استادان په يوه ٣٠٣ موټر کې کابل ته روان و، چې په غزني ولايت کې وسله والو مخالفينو يې پر موټر ډزې کړې دي.
د مينه پال په وينا، په بريد کې يو استاد ټپي شوى، چې روغتون ته لېږدول شوى او پاتې ٣٤ نور د وسله والو مخالفينو له خوا تښتول شوي دي.
د کندهار پوهنتون رييس ډاکټر حضرت مير توتاخېل د پېښې د تاييد ترڅنګ پژواک اژانس ته وويل، چې کېداى شي په تښتول شويو کسانو کې د استادانو ترڅنګ ځينې محصلين هم وي.
نوموړي پر دې پېښې داندېښنې څرګندولو ترڅنګ له وسله والو وغوښتل ، چې ژر تر ژره دې دغه کسان خوشې کړي.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.