Language

کندهار (پژواک ٢١ غبرګولى ٩٣): په کندهار ولايت کې د ولسمشرۍ د نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي په ملاتړ ٤ او د بل نوماند ډاکټر عبدالله په ملاتړ دوه بېلابېلې غونډې جوړې شوې وې.

د ډاکټر اشرف غني په ملاتړ غونډې د کندهار ښار په تاج محل او قصر پاريس سالونونو کې په بېلابېلو وختونو کې جوړې شوې، چې زرګونو کسانو په کې ګډون کړى و.

په دغو غونډو کې د کندهار د ولايتي شورا او له کابل څخه د ولسي جرګې راغلو يو شمېر استازو، قومي مشرانو، مخورو او نورو د ډاکټر اشرف غني ملاتړ وکړ او له خلکو يې وغوښتل، چې د غبرګولي په ٢٤مه بدلون او دوام ته رايه ورکړي.

په ولسي جرګه کې د خلکو استازي حميدزي لالي، خلکو ته په خپله وينا کې وويل، چې ډاکټر اشرف غني احمدزى د هېواد د غوره راتلونکې لپاره ګټورې طرحې او پلانونه لري او په کار ده، چې د کندهارر ټول اوسېدونکي هغه ته رايه ورکړي.

هغه د خپلو خبرو په يوه برخه کې د ولسمشرۍ د بل نوماند ډاکټر عبدالله پر ټيم تور ولګاوه، چې سيمه يي تعصب ته لمن وهي او د خپل ټاکنيز کمپاين لپاره له دولتي امکاناتو ګټه اخلي.

د کندهار د ولايتي شورا غړي حاجي اغا لالي دستګيري هم له خلکو وغوښتل، چې د هېواد د روښانه راتلونکې لپاره خپلې رايې ډاکټر اشرف غني احمدزي ته ورکړي.

هغه د بدلون او دوام د ټيم مشر يواځينى څوک ياد کړ، چې هېواد له ستونزو او ناخوالو ژغورلاى شي او يو قانونمند حکومت جوړولاى شي.

د ډاکټر اشرف غني په ملاتړ په جوړو شوو ټولو غونډو کې زرګونو کسانو د بدلون او دوام له ټيم څخه ملاتړ اعلان کړ.

په کندهار ښار کې پر غونډو سربېره د ډاکټر اشرف غني احمدزي په ملاتړ د شاوخوا درېيو سوو موټرونو په بدرګه ګرځنده کمپاين هم تر سره شو، چې مالي لګښت يې د کندهار د ملي سوداګر حکمت ښادمن له خوا ورکړل شوى و.

بل خوا په کندهار ښار کې د ټاکنيز کمپاين په وروستۍ ورځ د ولسمشرۍ د بل کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله په ملاتړ هم دوې بېلابېل غونډې جوړې شوې وې.

 لومړۍ غونډه چې مشري يې د کندهار ولايت د څلور سوه څلورم ميوند زون د پوليسو پخواني قوماندان جنرال ميرويس نورزي کوله، په خپلو خبرو کې وويل چې دوی قوم ته نه، بلکې شخصيت ته رايه ورکوي او د هغه چا ملاتړ کوي، چې د ملت غم وخوري.

 نوموړي، ډاکټر عبدالله عبدلله د افغانستان د ولسمشری څوکۍ لپاره وړ کس وباله او له خلکو يې غوښتنه وکړه، چې په دوهم پړاو ټاکنو کې هغه ته رايه ورکړي.

 د ډاکټر عبدالله عبدالله په ملاتړ په جوړه شوې دويمه غونډه کې هم سلګونو کسانو ګډون کړى و او د اصلاحاتو او همپالنې ټيم مشر يې د ولسمشرۍ څوکۍ ته وړ کانديد وباله.

 ګڼ شمېر ويناوالو له خلکو وغوښتل، چې عبدالله عبدالله ته رايه ورکړي او هغه ارګ ته رسوي.

 د يادونې وړ ده چې دوهم پړاو ټاکنۍ د غبرګولي په ٢٤مه تر سره کېږي چې يواځې دوه ورځې ورته پاتې دي.