غزني ښار ( پژواک، ٢٢ غبرګولى ٩٣ ) : په غزني ولايت کې د بېلابېلو عملياتو په ترڅ کې د يو شمېر پاکستانيانو په ګډون ٢٦ وسله وال وژل شوي دي.
د غزني چارواکي وايي ، چې وسله والو نن سهار وخته د اندړو ولسوالۍ پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل ، چې په شا وتمبول شول.
د اندړو ولسوال محمد قاسم ديسيوال د غبرګولي په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د وسله والو تر بريدونو وروسته ملي ځواکونو ځوابي عمليات پيل کړل، چې په ترڅ کې يې د شپږو پاکستانيانو په ګډون ١٠ وسله وال ووژل شول.
هغه زياته کړه، چې د يو شمېر وسله والو جسدونه په سيمه کې پاتې دي او په دې نښته کې ملي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
بلخوا د ملي دفاع وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې د غزني په اندړو او ګيلان ولسواليو کې د بېلابېلو عملياتو په ترڅ کې ٢٦ وسله وال وژل شوي او ١٢ نور يې ژوبل شوي دي.
وسله والو طالبانو هم د غزني په بېلابېلو سيمو کې د بريدونو پر مهال د ګڼ شمېر دولتي سرتېرو د وژلو ادعاوې کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP